۱۳۸۹ مرداد ۸, جمعه



نه مو همت له لاسه ور نه حوصله وركړې

موږ كه څو واره د زمري خولۀ كي پنجه وركړې
له ابتدا تر انتها د ژوند په هره لحظه

موږ محبت كړى، موږ ژوند ته ثمره وركړې
هيڅ سپما نه كوو د خاوري د وطن دپاره

ماته دښمن ته مو د سر په بدله وركړې
ژوندي پالو چي د دې مځكي سرلوړي ده په كار

اولس ته مو وينه په همدغه اراده وركړې
موږ همېشه دغه سودا كړې يا ګټه يا زيان

د جنت برخه مو د شونډو په پياله وركړې
د چا دپاره خپل كلتور خرابوو لګيا يو

خپله مېړانه مو تاثيره! په پيسه وركړې

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر