۱۳۸۹ مرداد ۸, جمعه




نه مو همت له لاسه ور نه حوصله وركړې

موږ كه څو واره د زمري خولۀ كي پنجه وركړې
له ابتدا تر انتها د ژوند په هره لحظه

موږ محبت كړى، موږ ژوند ته ثمره وركړې
هيڅ سپما نه كوو د خاوري د وطن دپاره

ماته دښمن ته مو د سر په بدله وركړې
ژوندي پالو چي د دې مځكي سرلوړي ده په كار

اولس ته مو وينه په همدغه اراده وركړې
موږ همېشه دغه سودا كړې يا ګټه يا زيان

د جنت برخه مو د شونډو په پياله وركړې
د چا دپاره خپل كلتور خرابوو لګيا يو

خپله مېړانه مو تاثيره! په پيسه وركړې
دزړه دفتر ته مي يو ښكلي افسر كله راځي
چي مي زړګي په ټكوريږي دلبر كله راځي
ټوټي ټوټئ شوم دكلونه انتظاريمه
چي داتياري به رڼاكيږي سحر كله راځي




ستاسي دښه ژوند تمه كوم

۱۳۸۹ تیر ۲۷, یکشنبه

زه يي هم ولاكه پيژنم