۱۳۸۸ مرداد ۹, جمعه


دکندهاردپوهنی دريس مرحوم محمد انور خان سره دهلمند دژورنالیستانو ليدنه

۱۳۸۸ مرداد ۳, شنبه

۱۳۸۸ تیر ۲۸, یکشنبه

asdbajsghdrgwrui2gbwdf34rsf

۱۳۸۸ تیر ۲۶, جمعه


په چپ کی ډال په ښی خنجر نیسمه
دغلــــــیم مخــــــه برابر نیســــــــمه
یابه له صدقه خپل وطــــن شی زما
یابه په سـرووینــــوکفـــــن شی زما

دباباصاحب په غره کی دا تصویر اخستل سوی دی



۱۳۸۸ تیر ۲۴, چهارشنبه

نجیب الله ساحل دخپلو نورو ژورنالیستانو ملګرو سره دسفر په حال کی


نجیب الله ساحل دخپلو نورو ژورنالیستانو ملګرو سره دسفر په حال کی

ددنیا ترنامه لاند په زړه پوری کیسه

دنيا
دنيا اور پرسته ده خو ډېر خلک اوس هم باور کوي چې دنيا زر پرسته وه او تل به همدغسې وي،دنيا نه د خپل او نه د بل مذهب په هکله خبرې کړې وې.
او عجيبه خبره دا وه چې ما دنيا په افريقه کې موندلې وه زما اوس هم هغه ورځ په زړه ده چې په جنوبي افريقه کې مې يوه اونۍ شوې وه زه د ډربن په ښار کې اومه د افريقه د يوې نومېالۍ ښځې زلېخا په کور کې دېره اومه د هغې خاوند سلېمان نومېده دوې دواړه د نيلسن منډ له نږدو ملګرو څخه وو سليمان د ANC فعاله غړى و.
د ا فريقې دې ملي ګوند د نژادي توپير پر ضد ډېره مبارزه کړې وه،سليمان څو وارې بندې خانې ته هم ورلېږل شوى و زلېخا د ښځو د يوې مجلې مدېره وه.
زه د خپلې کمپنۍ له خوا ډربن ته ور استول شوې اومه چې د نوي ټيلي ويژن لپاره دفتر پيدا کړمه او د ځانګړو پروګرامونه لپاره کار وکړمه پوره درې مياشتې به مې په ډربن کې تېرولې په هندوستان کې رانه ځوې او خاوند پاتې و زلېخا زما ډېر خېال ساتلو او نن ېي ټول دوستان را بللي و چې له ما سره و پېژنې.
په دې مېلمنو کې دنيا هم وه هغې سپېنه ساړې تړلې وه اوږدو وېښتو ته ېي څو وارې تاو ورکړى و او د يو وړوکى پنډوکى په څېر ددې پر څټ پروت و.
دنيا ډېره نرۍ او دنګه وه د لاسونو ګوتې ېي هم نازکې وې خو ګوته په کې نه وه ما اندازه ولګوله چې دا ناواده ده ددې سترګې لکه د نورو هندې نژادو ښځو غټې نه وې بلکه اوږدې وې ماته ېي د چغتالې ارټ هاغه زاړه انځورونه را يادول چې په کې د ښځو او سړو سترګې اوږدې اوږدې وي ټول وجود ېي د يو افسانوي کردار ته ورته و.
ما په محفل کې ډېر عکسونه واخيستل هغې په هر عکس خندل خو ما ته به داسې ايسېده لکه چې ژاړي هغه ماښام ډېره عجېبه وه زلېخا زما لپاره ډېره ښه ميلمستيا جوړه کړې وه ګجراتي خوړه،افريقائي موسيقي او د هر نژاد مېلمانه په ډربن کې له ددو سو کالو را هېسې د هند خلک د مزدورۍ لپاره ورتلل ډېرو په کې هلته کورونه جوړ کړې دې د نژادې توپېر پر ضد دې خلکو هم د تور پوستو سره اوږه په اوږه کمپاين کړى و.
په مېلمستيا کې هر چا له ما د هند حالت پوښتل په دوې کې ډېر هم هلته په ډربن کې زېږېدلي و د خپل مور او پلار څخه ېي د هند کېسې اورېدلې وې او اوس دوې له ما د اورېدو کېسو ثبوت غوښتل.
دنيا هم ډېرې پوښتنې وکړې او ما ورته ځوابونه هم ويل او نورې پوښتنې ېي هم کولې د شپې نا وخته چې ټول مېلمانه وﻻړل نو ما د زلېخا او د هغې د خدمتګارانو سره د لوښو په را ټولو پېل و کړ مونږ خبرې هم کولې د ځېنو مېلمنو په هکله مو يو بل ته معلومات ورکول ما څو وارې خوله خلاصه کړه چې ددنيا په هکله هم څه وواېم خو به خبره واړوله اخر پوښتنه مې ترې وکړه زلېخا راته وويل :دنيا اور پرسته............ ده يواځې اوسېږې يوه خور ېي په انګلستان کې ده .......دا د يوې لوې کمپنۍ مشره ده چې په ټوله افريقه کې څانګې لري د زليخا د خبرو نه مې هڅ ووهلو چې دنيا ډېره شتمنه ده.
د شپې مې په خپله کتابچه کې د سفر ياداشتونه لېکل ددنيا په هکله مې يوه جمله ولېکله (دنيا يوه معما ده)راتلونکې څو ورځې ډېرې ژر تېرې شوې زه به ټوله ورځ بهر اومه ډېرو نورو خلکو سره مې ولېدل ماښام به په ټيلې فون اخته اومه په ډهلې کې مې د خپل دفتر د مشر سره خبرې کولې هغه ته به د ورځې د کار راپور په کار و کله کله به مې خاوند او ځوې روپک سره هم خبرې کوړې روپک هغه وخت د څوارلسو کالو وو يوه ورځ زلېخا او سلېمان دواړه د يو کانفرنس لپاره جوهانسبرګ ته ولاړل ددوې لور هم هلته اوسېده او زړه ېي و چې د کانفرنس نه وروسته يو څو ورځې د هغې سره پاتې شې.
زه په کور کې د يو څو نوکرانو سره پاتې اومه په درېمه ورځ يوې تور پوستې خدمت ګارې راته وويل چې دډوډۍ شيان په خلاصېدو دي زه د هغې سره نږدى بازار ته ولاړمه سودا مې وکړه او درنې خلتې مو را واخېستې او سړک ته رااو تلو په دې کې مې دنيا ولېده هغې هم سودا کړې وه او د خپل موټر لورې ته روانه وه زه ېي ولېدمه نو ودرېده حال احوال ېي رانه وپوښت بيا ېي وويل:کور ته به څنګه ځې؟ما ورته وويل:يوه ټيکسي به ونېسو هغه نا راضه غوندې شوه ما ته ېي داسې وکتل لکه يو مور چې ماشوم ته خبردارى ورکوي ته خبره ېي چه دلته کله کله ټيکسي په لاره کې ودرول کېږې او د مسافرو نه سامان او مال هر څه وړي ما داسې کېسې اورېدلې وې خو اوس بله لاره نه وه هغې راته وويل:تا سوبه ما سره ځئ مونږخپل سامان د هغې موټر ته يوړو په مخکې سيټ د هغې ډرايور ناست و خو دنيا موټر په خپله چلوو د موټر د روانېدو سره د هغې ټېپ شو او يوه غمژنه هندي سندره پېل شوه.
دنيا په ټوله لار زما د کارونو په هکله پوښتنې کولې د زلېخا کورته چې را ورسېدو نو سامان مو ښکته کړو اوس دنيا په دې ټينګار کاو چې زه دې هغې سره ولاړه شمه يو څه بحث نه وروسته ما د هغې خبره ومنله خدمتګارې ته مې وويل:که زلېخا ټيلې فون وکړو نو ورته وواېه چې زه ددنيا کور ته تللې يمه او د يولسو بجو نه وړاندې به راځمه زلېخا يا سليمان به هره شپه له جوهانسبرګ نه ټيلي فون کاو او زما حال به ېي پوښتو.
ددنيا کور د يوې غونډى د پاسه و دلته ډېرو شتمنو خلکو په داسې غونډيو کورونه جوړ کړي واو تاو راتاو سړک هر کورته رسېدلى و د غونډى د پاسه په وروستى ګوټ پېر چې مو ټرورسېدونو دنيا موټر ودراوو ښکته شنې ونې او بوټې دومره ډير و چې سړک په کې نه ښکاريدو دنيا يو څو شېبې ښکته کتل ما داسې وکڼله لکه چې دا ددې سېمې د نندارې لپاره ودرېده ما هم ښکته کتل بيا مې وويل:څومره ښايسته ځاى دى..........ستا د کور دا لاره مې ډېره خوښه شوه دنيا هېڅ ونه ويل موټر ېي روان کړو او بيا ددې د کور په لوېه دروازه کې داخل شو.
ددې دروازې نه تر کوره پورې هم سړک پوخ جوړ و هرې خواته شنه بوټې،ونې او د افريقائي ګلونو مېلې جوړې وې هغې موټر ودراو مونږ را ښکته شو او يوې بلې دروازې ته ور ددننه شو چې د هغې يوې خدمتګارې ورته خلاصه کړې وه دننه يوه وړه کوټه ورپسې دالان او بيا د نا ستې لوېه کوټه وه.
ددې لوېي کوټې په منځ کې د نېمې سپوږمۍ په شکل يوه ستنه ولاړه وه ددې ستنې رنګ طلاېي و او په کې يو لوې طلاېي طشت اېښى وچې وړه ډيوه په کې بله وه دکور نور سامان هم ډېر قيمتې و يو څو تور پوستې خدمتګاران اخوا ديخوا ګرځېدل دنيا ما نه معذرت وغوښتو او دننه د خوب کوټې ته ولاړه يوه خدمتګار راته د تازه مېوو اوبه په ګېلاس کې راوړل.
ما د ګوټې يو يو شې ته کتل او د هغوې ستاينه مې په زړه کې کوله ډير وخت تېر شو دنيا چې بېرته راغله نو جامې ېي بدلې کړې وې د افريقائې ډوله اوږد نسوارې کميس ېي اغوستې او وېښته ېي خلاص پريښي و چې ددې تر کونډو رسېدل ماته نا ببره خپله پوښتنه راياده شوه دومره ښکلې او شتمنه ښځه ولې يواځې ژوند کوي؟ خو دومره مې نشو کولې چې له دنيا وپوښتم زه تراوسه دنيا ته دومره نه اومه نژدې چې داسې پوښتنه مې ترې کولې شوه.
تر ډېره وخته مو زما د کار په هکله خبرې کولې هغې راته د چکنو نو مياليو خلکو نومونه او ټيلي فون نمبمرې راکړې چې د کارلپاره مې په کار و په دې کې يوې خدمتګارې د ډوډوۍ غږ وکړ د ډوډۍ په کوټه کې مېز د رنګارنګو خواړو ډک و ما له هغې پوښتنه وکړه که نن زه درسره نه واى نو تا به دا خواړه څنګه خوړلې؟ دنيا په زوره و خندل نن ډېره ښه ورځ ده چې زه په دې مېز ډوډۍ خورمه ......نور کله زه په يو پتنوس کې د ټي وي مخې ته د ما ښام ډوډۍ خورمه ما د هغې د کار اوددفتر په هکله پوښتنې پيل کړې دنيا راته د خواړو شيان هم راکول او ورو ورو د خپلې کمپنۍپه هکله ېي هم خبرې کولې.
دوې تجارتې مالونه د اوبو د لارې يو او بل هيواد ته ورلېږل دا به کله کله نورو هيوادونه ته هم ورتله ما ترې پوښتنه وکړه چې ايا دا کمپني دې په خپله جوړه کړې وه؟ نو هغې لنډ ځواب راته راکړ نه په مېراث کې راته پاتې شوېده.
مونږ لا ډوډۍ نه وه خلاصه کړې چې ټيلي فون وغږېدو او هغه د ډير وخت لپاره په خبرو بو خته شوه.
د شپې لس بجې شوې نو هغې په خپله ماته د تللو وويل په دې ښار کې نا وخته ګرځېدل خطر لرې د هغې د ډرايور سره يوه خدمتګاره هم مخې ته په موټر کې کېناسته او زه ېي د زلېخا کورته راورسولمه راتلونکې څو ورځې نورې هم مصروفې وې.
د هندوستان نه زما د ټيلي ويژن د شبکې نور خلک د کېمرو سره رارسېدلي و دډربن نه څو مېله لېرې د فينيکس نومې ښار ګوټىو دلته د ميا تما ګاندهې د ژوند په هکله يو سيمېنار جوړ شوىو.
ګاندهې هم له دې ځاېه د قانونې وکېل په توګه په کار پېل کړىو هغه وخت په هندوستان کې چا دده نوم هم نه و اورېدلى د هند د کانګرس ګوند بنسټ په دې ښار ګې اېښودل شوى و مونږ د ګاندهې په ژوند د يو فلم جوړولو په پلان کار کاو.
په فينيکس کې زما د استوګنې لپاره د زلېخا ورور ابراهېم د خپل کور دروازې راته پرانستې وې ابراهېم په خپله هم قانونې وکېل و او يوه لور ېي هم وه چې په پښو معذوره او ټوله ورځ به ېي خطاطې کوله.
د يوې اونۍ د سخت کار او منډو ترړو څخه وروسته زما همکاران ولاړل او زه ددوو نورو ورځو لپاره په فينيکس کې پاتې شومه.
د ډېرو ورځو وروسته مې بېګاه شپه په ارامه خوب کړىو او سحر ناوخته راپا څېدمه د ايبې مېرمنې زبېدې خپله لور يونندارتون ته بېولې وه زه د ناستې کوټې ته را ښکته شومه هره ورځ به دلته مونږ ټولو د سحر چاى څښلې زما د کار د کاغذونو يوه بېګ هم دلته اېښى و ددې نه مې ټولې دوسې او کاغذونه راويستل کوم عکسونه چې چاپ شوي و هغه مې په بېلابېلو لفافو کې کېښودل اضافه کاغذونه مې يوې خواته غورځول د ناستې دکوټې ټول مېز مې نيولى و.
ايبي بهر په باغ کې بوټو ته اوبه ورکولې او د چا يو لپاره چې را ددننه شو نو زما په ځينو عکسونو ېې نظر پرېوتو په دې کې يوه ددنيا رنګين عکس و چې ما د لومړي ميلمستيا پر وخت اخيستى و داسې عکسونه به کله نا کله ما د يو مضمون سره د هندوستان ورځپاڼو ته هم ور لېږل،ايبي ښه عکس ته وکتل او بيا ېې رانه پو ښتنه وکړه ته دنيا له نږدې نه پېژنې؟ما ورته د هغې ما ښام کيسه وکړه چې دنيا له ځانه سره بيولې اومه،ايبي په صوفه کيناستو او بله پو ښتنه ېې رانه وکړه ستا په فکر دنيا زر پرسته ده ؟ما ته د ايبي دا پوښتنه احمقانه معلومه شوه،په دې نړۍ کې کوم کس دى چې مال او زرېې نه خوښېږې؟ما د ځواب په ځاى ترينه پو ښتنه وکړه ايبي يو څو شېبې غلى و بيا ېې وويل:ستا څه خيال دى چې دنيا ولې واده نه دى کړى؟ما ورته وويل:نن سبا ډېرې ښځې چې لوړو ځا يونو ته رسېدلې دې واده نه کوي دا څه دومره حيرانونکې خبره هم نه ده،په دې وخت کې خدمتګار د چايو د پتنوس سره را دننه شو او مونږ په چا يو اخته شو.
ايبي راته د خواړو شيان اېښودل او زما د خبرو په ځواب کې لګيا و، زه دامنم چې ځينې ښځې د خپل مسلک کار يا د سبق لاره خپله کړي نو واده کړى ژوند ورته عبث ښکاري خو دنيا يوه معمولي ښځه ده هغې سبق هم زيات نه دى ويلى،ما ددنيا دفاع وکړه دا ښاېې چې هغه دومره استعداد لري چې بې له اوچت تعليم د پلار دومره لو ېه کمپنۍ دومره په کا ميا بۍ و چلوي، د پلار کمپنۍ .......... ها ها ها ها ايبي يو بړچ ووهلو او تر څو چې ده خندل ما دده د غټې خېټې ننداره کوله چې ښکته پورته کېده ........ بيا دى نا څاپه د خدمتګار په ليدلو غلى شو چې د ګرمو چايو د چينک سره را ددننه شو ما د چايو پياله ډګه کړه او ايبي ته مې وويل:دنيا د پلار د کمپنۍ وارثه نه ده؟ ايبي يو څه په طنز او يو څه په افسوس راته وويل:نه دا کمپني ددې د پلار نه ده.......ددې د تره او ما ما هم نه ده .........زه حېرانه شومه، نو بيا چا ورته دومره سخاوت کړى دى؟ ايبي وويل:ددې دمور کوم لېرې خپل و......... لکه چې دما ما ځوى ېې و........ اسمعيل سيټ....... قريبآ پنځوس کاله کېږې چې دا کمپنۍ ېې جوړه کړې وه....... ته خو خبره ېې چې د نژادي توپير پر وخت تور پوستو او غنمرنګو نه شو کولاىچې لوې کاروبار په لاس کې واخلي خو اسمعيل سيټ د بمبۍ يو تجار و او د سپين پوستو په حکومت کې ېې ځينې خلک پېژندل چې د هندوستان نه دلته راغلى و،ځکه هغه ته ددې کمپنۍ ددفتر د پرانستلو اجازه ورکړى شوې وه،دا د هندوستان ديو مسلمان تجار لومړۍ کمپني وه،ودرېږه....يوه شېبه..... ما ايبي ته لاس و خوځاوو اسمعيل سيټ مسلمان و ...... دنيا زردشتي مذهب منونکې ده،ددوې خپلولي څنګه کېداى شي؟ ايبې د چايو پياله پرمېز کېښودو او وويل:هم هاغسې لکه چې د محمد علي جناح ښځه زردشتي وه زه يو څه پېکه شومه،خو بيا مې د ايبي نه پو ښتنه وکړه اسمعيل سيټ به اولاد نه لاره؟ ايبي ژر وويل:نه.... د اسمعيل سيټ يو ځوى و چې شهريار نو مېده، ددې خبرې په اوريدو زما تلوسه زياته شوه،د سترګو په رپ کې مې په خپله ددنيا او د شهريار د مينې پو ښتنه وکړه ښه نو دنيا د شهريار خوښه وه؟ ايبي بيا په زوره و خندل او راته ېې وويل:بې شکه ته ډېره هوښياره ېې زلېخا راته ستا د پوهې خبره کړې وه نو باور مې نه راتلو، زه په خپل صفت اورېدو يو څه نا ارامه شومه خو بيا مې ايبي ته په سوالېه سترګو وکتل،هغه راته موسکى شو او وويل:وروسته همدغسې وه خو داسمعيل سيټ او ددنيا د کورنۍ تر منځ دځمکې او د اسمان فاصله وه.
ددنيا پلار د ډربن په لوى ښاربازار کې يووړوکى دوکان لرلو چې په کې هندي مسالې او د خواړو شيان خرڅول ددې مور په روغتون کې نرسه وه،ددوى په درې اولادونو کې يواځې ددنيا ورور چې دى هم سليمان نومېدو سبق وويلو او په ملکي سروس کې ېې کار پيل کړ،ددنيا مشره خور پتمينه په کالج کې وه چې انګلستان ته په سيل ولاړه او هم هلته ېې د يو هندو ډاکټر سره واده وکړ،پاتې شوه دنيا نو دا هم په سبق کې ډېره وروسته وه،د ښو نځي تعليم چې ېې خلاص کړو نو د تيارو جامو په يو دوکان کې ېې کار کاوو.
ما نه خپل کا غذونه او عکسو نه هير و او ايبي ته مې غوږ نيولىو،ښه نو دنيا بيا څرنګه د اسمعيل سيټ د کمپنۍ مالکه شوه؟ ايبي د خپله ځاېه را پاڅېدو او ددروازې لورې ته روان خبره ېې جاري وساتله اسمعيل سيټ چې مړ شو نو.........ما خبره د هغې له خولې واخيسته څنګه مړ شو؟ ايبي ماته مخ راواړو او وويل:دا هم يوه معما ده چې تر اوسه نه ده حل شوې،دى يوه ورځ يه کشتۍ کې موريطانيه ته سيل لپاره روان و ښځه هم ورسره وه چې د سمندر په منځ کې کشتۍ ډوبه شوه، دا د هغه وخت ډير مشهور خبر و، حکومت ډيرې پلټنې وکړې خو د کشتۍ د چپه کېدو سوب معلوم نه شو،دلته په ډربن کې داسې اوازه وه چې ګنې د سپين پوستو يوې کمپنۍ چې د اسمعيل سيټ سره رقا بت لاره،دده لپاره په سمندر کې کومه لومه اېښې وه.
زما د سترګو مخې ته د ډربن د سمندر دڼې اوبه ودرېدې، په دې ملک کې د څرمنې د رنګ په اساس څومره خلکو سره ظلم شوىو، د زلېخا يوه بله ملګرې چې رشېده نوميده کونډه وه،هغې راته د خپل خاوند د مړېنې کيسه کړې وه،دې په موټرکې کور ته را روان و په لاره کې د يوې لارۍ سره ېې موټر و جنګيدو، په مو ټر کې دده سپين همکاران هم ناست و دوې ېې سمدستې نږدى روغتون ته ورسول،خو ددې خاوند سپين پوست نه لاره ....... د هغه لپاره د تور پوستو د روغتون نه يو امبولانس را وغوښتل شو دا د روغتون د پيښې د ځاى نه پنځوس کيلو متره لرې و،تر څو چې د رشېدې خاوند روغتون ته وړل کيدو په لاره کې ساه ورکړه زه د خپلو خيالونو نه هاغه وخت را بهر شومه چې يو چا مې په اوږو لاس کېښودو،دا د ايبي لور فاطمه وه چې په خپلې څرخې چوکۍ ناسته وه او راته ېې و خندل،زه را پاڅېدمه او د هغې مخ مې ښکل کړو،دديارلسو کالو فاطمه دومره مينه ناکه او با حوصله وه چې کله کله به ماته ددې په حالت ژړا راتله،هغې دنندارتون نه راته د شنو طوطيانو د وزرونه جوړې غوږوالۍ راوړې وې،ما ترېنه دنندارتون په هکله پوښتنې کولې او دې راته په يوه ساه د خپل چکر کيسه کوله.
مور ېې لږ وخت لپاره کوټې ته سر رادننه کړى،خو بياېې ولېدل چې زه د فا طمې سره مصروفه اومه نو پخلنځي ته ورغلې وه،ما نه ددنيا کيسه هېره وه او د فاطمې معصومو خبرو ته مې غوږ نيولىو.
بيا مې خپلو کاغذونو او عکسونو ته پام شو هر څه مې راټول کړل او فا طمې ته مې وويل:زه د جا مو بدلولو نه وروسته درځمه..... ايبي لکه چې با غ کې دى.
فاطمې د خپلې څرخې چوکۍ مخ د کوټې هغې دروزې ته کړو چې باغ ته خلاصېده زه خبره اومه چې هغه به ځان ته په خپله دروازه خلاصوې او بيابه څوکۍ په هغه سيمټې تختې ورغړوې چې هم ددې لپاره جوړه کړې شوې وه، په دې کار مې څو وارې ليدلې وه.
په دې کور کې هره دروازه د فاطمې لپاره برابره کړې شوې وه،دويم منزل ته د ختلو لپاره ورته يو برقي لفټ لکېدلى و،د ډوډۍ په کوټه کې د لوى مېز پو سر ښکته و چې فاطمې به ورباندې ډوډۍ خوړله.
د هغې سره په خبرو به مې د ځوى مينه ماته شوه که څه هم هره دويمه شپه به يا ما يا مې ځوى په ټيلي فون کې خبرې کولې.
ده ځان له بيل کمپيوټر غوښتلو او پلار ورله اجازه نه ورکوله،يوه شپه ما د خاوند سره ډېرې اوږدې خبرې وکړې،زما زړه په مسافرۍ کې زړه ډېر نرم شوىو،ما غوښتل چې ځوى مې هر څه غواړې ورته واخيستل شې، خو پلار ېې راسره ډېر دلېلونه وويل،يو دليل ېې قوى و او هغه دا چې په دوو مياشتو کې دده د لسم امتحان کېدونکې و مونږ غوښتل چې دى په پوره توجه امتحان ته تيارى ونيسي.
زه چې د غرمې د ډوډۍ لپاره بيرته ښکته ولاړمه نو ايبي ،فاطمې او زبيده درې واړه په باغ کې و.
زما په لېدو زبېدې خدمتګار ې ته اشاره وکړه او دوې په مېز د ډوډۍ شيان کيښودل،پاتې ورځه هم په باغ کې مې د فاطمې په خبرو اورېدو تېره کړه.
زه بله ورځ د فينيکس نه تلمه،کډه مې وتړله په زړه کې مې ډيرې خبرې ددنيا په هکله پاتې خو هېڅ موقعه پېدا نه شوه، ايبي او زبېدې د فاطمې په وړاندې د نورو خلکو کيسې نه کولې او مانه غوښتل چې ددوې د کور دا دود مات کړمه.
په بله ورځ سحر وختې زه په کوچ (بس) کې بېرته ډربن ته روانه شومه،په لاره کې مې دنورو ښارونو د سيل پلانونه جوړول(سپينو سپو )په نوم دا کوچونه (بسونه)ډير ارامه و چاى ډوډۍ به ېې هم په کې ورکوله،خو کراېه ېې دومره ډېره وه چې عامو خلکو به په کې سفر نه شو کولاى،ددې کوچ په تم ځاى راته سليمان ولاړو،په لاره کې ېې راته وويل:تا پسې د هند نه درې پېغامونه راغلي دي،زه وارخطا شومه خېريت؟ هو هغه راته ډاډ راکړو،درې واړه ددفتر نه دي،دوې ايبي کور ته هم ټيليې فون کړى و خو ته بيا وتلىوې.
کور ته په رسېدو د زلېخا سره مې روغبړ وکړ او هند ته مې ټيلي فون وکړ، خپل مشر راته وويل:بېرته راشه هلته په دفتر کې څه موده را هيسې د ددو همکارانو تر منځ شخړه روانه وه،دواړه له کاره وېستل شوي و او زما ضرورت و زما دفتر راته دبلې ورځې دالوتکې د سيټ غم خوړلى و،ټيلي فون مې بند کړو نو زلېخا راته وويل:زه پوهېږمه چې ته هېڅ نه شې کولاې...........ځکه خو مې ستا لپاره نن الوداعي ميلمستيا جوړه کړېده.
زه داسې نا ببره بېرته تللو ته هېڅ وخت تياره نه اومه،څومره پروګرامونه مې جوړ و،په يوه مياشت کې مې دوه درې نور ښاروه لېدل،بازارنه تحفې اخيستې د ټولو ملکرو لپاره چې هلته ېې له ما سره مرسته کړې وه هېڅ سوغات نه و اخيستى کله چې حالات زما په وس کې نه وې نو سخته ژړا راځې،نږدې وه چې په لپو لپو اوښکې مې توې کړى واى چې زليخا راوړاندې شوه او زه ېې په غېږ کې ونيولم،ما زړه کلک کړو او دتللو تيارى مې شروع کړه په منډه بازار ته ولاړمه او د خاوند او ځوى لپاره مې شيان واخيستل،دزليخا د کور لپاره مې يوه لوېه ګلدسته واډېر نور خلک چې مصروفه و هغوې ته مې په ټيلي فون خداى په اماني وويله،دنيا هم راغله هغه ستړې معلومېده،سترګې ېې له خوبه ډکې ښکارېدې خبرې ېې هم ورو ورو کولې ما ترې پوښته وکړه ته ناروغه ېې؟ هغه موسکۍ شوه او وويل:نه...... ستړې يمه،بيا ېې دشونډو له په منځ کې لکه يوې سلګئ ېې له خولې راووتل له ژونده ستړې يمه،ما غوښتل چې هغې سره يو ګوټ کينمه او ښې ډېرې خبرې ورسره وکړمه،مو په ميلمستيا کې ټولو زما سره خبرې غوښتل زما د صحت لپاره يو جام پورته شو،کلاسونه و جنګيدل،زليخا او سليمان د مالټو اوبه څښلې دنيا ته پام شو،هغې خپل جام همدغسې نيولى و دډوډۍ پر وخت دې له زليخا معذرت و غوښتو چې ستړې ده او کور ته تلل غواړې.
زه تر برنډې ورسره بهر ولاړمه،دا ورو ورو په سپينو مرمرينو پونړو ښکته شوه ما ددې پښو ته کتل،دټيټې پوندې او د توې څرمنې جوړ په ساده چپلکو کې د هغې ګلابې پښې ډېرې ښايسته ښکارېدې،نن هغې ژېړه او توره ساړي تړلې وه دنيا ما په بل ډول لباس کر نه وه لېدلې.
د هغې په ويښتو کې به د رامبيل يوه لړۍ هم کله نا کله ټومبلې وه،خونن ېې دو يښتو اود کمڅۍ په شا اوړېده را اوړېده،دنيا ورو ورو دخپل موټر په لورې ولاړه ډرايور ورته دروازه خلاصه کړه او د شا تنى سيټ کې کيناسته،موټر چې د لوې دروازې ته تاويدونو ما په وروستې ځل ددنيا څېره ولېده،هغې راته شيشې نه لاس وخوځاو اوما ته داسې ايسېده لکه چې ر يو ډير ښه فلم وروستۍ غمژنه ننداره مې کړې و.
له دروازې اخوا تکه توره تياره وه،ما غوښتل چې اوس په دې توره پرده نومونه راښکاره شې کاشکې دا فلم واى،يو چا زما په اوږو لاس کيښودو او زه ېې دننه بوتلمه.
په هغه ماښام هر چا چې راسره خداى په اماني کوله نو زما په سترګو کې به اوښکې راغلې،زما دا ټول ملګرې مسلمانان و په جنوبي افريقې کې زه د ډيرو کمو هندوانو مېلمنه اومه،زليخا او سليمان زه په کور کې داسې ساتلې اومه لکه چې زه ددوې ډېره نږدې خپله اومه زه چې تر څو ژوندې يمه ددوې د مهربانۍ بدل ورته نه شمه وروکو لى.
په بله ورځ دډربن نه چوهانسبرګ او بيا د هاغه ځاېه د هندوستان په الوتکه کې کېناستمه،خپل وطن ته په راتلو ډيره خوشحاله نه شومه،هم هغه دفتر وو،هم هغه ستړي کارونه داېې لا څه چې زمونږ په فليټ کې موږګان پېدا شوي و،په دوو مياشتو کې زما کور د خاوند او د ځوى د لاسه داسې شوى و چې د پېژندلو نه و،هر ځاى چې ېې ډوډۍ خوړلې وه لوښي ېې هم هلته پريښي و،زه دومره نا څاپه کورته راغلې اومه چې دوې د صفائې لپاره وخت نه و پېدا کړى،يوه جلۍ چې د ځاى پاکولو لو کالو وينځلو لپاره به راتله دوخته تښتېدلې وه،زما اعصاب خراب شول هلته په جنوبي افريقه کې څومره خلکو ته مې بلنه ورکړې وه چې هند کې به زما په کور کې ايساريږې،د ښاروالۍ کميټي ته ټيلي فون وکړو او دوې خپل کسان راواستول،دوې راته امر وکړو چې کور به يوې اونۍ لپاره پرېږدو ځکه چې د موږګانو دارو زهرجن و.
مونږ يوه هوټل کې کوټه په کراېه کړه او کله چې کور مو پاک شو نو بېرته ورته ورغلو.
زليخا غوښتل چې هند ته راشي او د خپل مور پلار وطن ووينې خو دا موقعه ورته پېدا نه شوه،ما ټولو ملګرو ته برېښنا ليکونه استول،دنيا ته مې هم څو وارې برېښنا ليک رو واستو خو هغې د يو ځواب هم رانه کړو،بيا مې ورته ټيلي فون وکړونو خدمتګارې راته وويل چې دا په کور کې نه وه.
ورو ورو زه په خپلو کارونو کې دومره بوخته شومه چې د جنوبي افريقې انځورونه مې د ذهن له پردو تت شول،يوه رابطه مې د زليخا او سليمان سره ټينګه وه دوې به کله کله راته ټيلي فون کاوو بيا يوه اونۍ داسې هم راغله ايبي راته ټيلي فون وکړو او د سليمان د مړينې خبر ېې راکړو،زمونږ ټيلي فون ددروازي سره جوخت د پخلنځې په لاره ايښى و زه هم هلته پر ځمکه پرېوتمه او دومره ډېر مې وژړل چې ځوى وار خطا ډاکټر ته ټيلي فون وکړو،سليمان يو ډېر اوچت انسان و،زما خاوند د زليخا سره رابطه وکړه او زما حال ېې ورته وويل زليخا راسره خبرې وکړې او تسلي ېې راکړه،زه حېرانه اومه چې زليخا څومره لوېه حوصله لري.
زمونږ کمپنۍ د سليمان پر ژوند يو اوږد راپور خپور کړو ددې راپور لپاره ما خپل ټول توان يو ځاى کړى و،او پوره معلو مات مې خلکو ته ورکړل،ددې پېښې لا يوه مياشت نه وه تېره چې زما خاوند جي دار د زړه د حملې نه وروسته روغتون ته وروسول شو،زه ته هغه ورځ په دفتر کې اومه او تر څو چې روغتون ته رسېدمه دى بيا په هو ش کې و.
راتلونکي ورځې ډېرې ستړې کېدونکې وې دډهلي ښار د زړه ډاکټران چې مونږ پيژندل د هغوې نه مو مشوره واخيسته.
دجې دار د زړه يو زګ بند شوى و او عمليات ېې په هند کې کېداى شو،خو پېسه ورته په کاره وه،په دوبۍ کې مې د ايندروې او دهغې خاوند سره هم هره ورځ خبرې کېدې،دوې راته صلاح راکړه چې هلته ورشو ځکه دوې ډېر ډاکټران پېژندل او په عملياتوهم ډير لګښت نه راتلو.
ما د خپل دفتر نه ديو مياشت رخصت واخيستو،خاوند ته مې بې له هغې طبي رخصتي ورکړى شوې وه،د ځوى امتحانونه مې سر ته رسېدلي و وېزې مو واخيستې او دوبۍ ته ولاړو،څو ورځې مو د معاينو او نورو معلوماتو کې تېرشول د اپرېشن په ورځ مې ځوى د ايندرور د الادونو سره يو ځاى د سمندر سيل ته ورواستول.
کوز ما سپښين راته يو نرسې خبر راکړ چې عمليات پيلېږې،ايندرور مې په خپله هلته مو جوده وه او زه په يوه کوټه کې د ټيلي ويژن مخې ته نا سته اومه،د زړه دعملياتو فلم ېې په دې ټي وي ښکاره کو،يو څو ډاکټرانو او نرسان هم هلته موجود و دا زما لپاره يوه نوې تجربه وه،د واده په شروع ورځو کې زماخاوند راته څو وارې دا خبره کړې وه چې ته زما په زړه کې ېې اوس ېې زړه ټولو لېده،زما له سترګو اوښکې راونې وې،راسره ناستې يوې ډاکټرې تسلې راکوله،داسې عمليات هره ورځ کېږې دا خو ډيرمعمولې ا پريشن دى،دا خبره ډيرو ډاکټرانو څو وارې کړې وه خوزه د سليمان مړينې دومره زورولې اومه چې د هيچا په خبره مې تسلې نه کېده،څو ساعته مې دغسې تېر شول زما د سترګو اوښکې هم وچې شوې،زه ډېرهستړې اومه او يوې خبرې اورېدوته مې ټول وجود غوږ غوږ و نه پوهېږمه چې ماښام واو که شپه زما ايدرور کوټې ته راغله زه ېې په غېږ کې ونيولمه او راته ېې وويل:شکر چې ورور مې جوړ دى اپريشن کا ميابه و.
شپه مې هم هلته يوې کوټې کې وکړه بل سحر مې چاى وڅښلې او بيا ېې راته اجازه راکړه چې زه جي دار ووينم،دى په هوش کې و خو د ډېرو خبرو اجازه ورته نه وه،تر غرمې ورسره اومه بيا مې ځوى راغى او پلار ېې يوه شيبه ولېده،ما ته ېې په غوږکې وويل:مورې زه ټوله شپه په خوب کې وېرېدم،زړه مې بيا ډک شوبيګا شپه لومړى ځل و چې ده سره نه مور وه او نه پلار، دده قد اوس تر ما لوړ و دلېرې به د يو سړي ګومان پرې کيدو مونږ ورته ډېر اعتماد وربښلى و،دوړوکوالي نه ېې خپل کارونه په خپله کول خو ما په خپل غم کې را هېر کړىو چې دې اوس هم ماشوم دى.
يوه اونۍ وروسته جې دار کورته راغى،دده د خواړو او د سپک ورزش پروګرام راته ښودل شوى و،څو ورځې چې تېرې شوې نو ايندرور مې دده د بيا روغتيا په وياړ يوه وړه ميلمستيا جوړه کړه.
مونږپه د وبۍ هېڅ څوک نه پېژندل خو ايندرور او د هغې خاوندله ډيرو ډېرو همکارانو کورونه تلل راتلل په دوې کې ېې ځينې راوبلل.
ما ډېره موده وروسته ځان جوړ کړ،دايندرور په وينا مې سره بنارسي ساړۍ وتړله،که نه زه خو په هند کې هم ټوله ورځ ره پتلون کې ګرځېدمه،يو څو کسانو راغلي و نور پاتې وو،ماشومانو ته مو د وخته ډوډۍ ورکړې وه اودوې بره په کوټه کې په کمپيوټر لوبې کولې.
يو وخت د ددروازې ټلى وغږېده نو زه ولاړمه چې ميلمانه را دننه کړم،هلته د پاخه عمر ښځه او سړى وﻻړو،سړي راته خپل نوم ډاکټر شرما وښودو ما ميرمن شرما ته او ډاکټر دواړوته ښه راغلاست وويل ځان مې وروپيژندل او دوې مې دناستې کوټې ته ووستول،مېلمستيا ډېره ښه وه دډوډۍ نه وروسته درې څلور وړې ډلې جوړې شوې او خبرې پيل شوې،ما اندازه ولکوله چې په دې ټولو کسانو کې يو زه او يوه ميرمن شرما ډاکټرانې نه وو،نورو ټولو د طب او د مريضانو خبرې کولې.
ميرمن شرما يو خواته غلې ناسته وه،زه ولاړمه او هغې سره جوخته کيناستمه دڅو خبرو نه وروسته زما له خولې د جنوبې افريقه دسفر يادونه وشوه،ميرمن شرما ټکان وخوړو،راته يې وويل:ته کوم ښار ته تللې وې؟ورته مې وويل:ډربن کې اومه خونورو ځايونو ته هم تللې يمه،ميرمن شرما وويل:په ډربن کې زما خور هم اوسېږې ديوې کمپنۍ مشره ده،دنيا نومېږې اوس ما ټکان وخوړو ،هغه ښځه چې زه ورسره تېرو درې ساعتو مې معرفي شومه ددنيا خور پتمينه وه.دنيا څومره وړه ده،ما په هند کې ورته وويل:بيا مې خپله خبره سمه کړه هغه دنيا نه چې ستا خور ده،دا دنيا چې مونږ ژوند کوو،پتمينې وخندل مونږ په وړکتوب کې دنيا پورې ملنډې کولې،کله به مو وويل دنيا فريب ورکوي،کله به مو وويل دنيا دروغژنه ده،هغې به مور ته ګيله يوړه نو مونږ به وخندل چې دا خبرې خو مو دې دنيا پورې کولې.
د نومونو خبره ياده شوه مو ما پتمينې ته وويل:په جنوبې افريقې کې د مسلمانانو نومونه ډېر محدوده دي د ښځو نومونه زليخا.زبيده او د سړو نومونه ابراهيم،اسمعيل دي،په هر کور کې دا نومونه ايښودل کېږې،په ډربن کې څوارلس سړي او يو څو ښځې په دې نومونو پيژنم،په دې وخت کې نورو هم زمونږ خبرو ته غوږ نيولى و،زما خاوند وويل:نوم او شخصيت چې کله کله په خپلو کې سمون نه خورې نو زما کانه کيږې،پلار دا باندې د جې دار نوم ايښى و يعنې زړه لرونکى او زه دادى دزړه دلاسه ناروغه يم،ټولو په زوره وخندل دخبرو لپاره نوې موضوع پيدا شوه،ما غوښتل چې د پتمينې سره ددنيا خبرې وکړم ،دهغې حال وپوښتم هغې هم له ما خبرې غوښتلې ورو غوندې بهر برنډې ته ووتلو هلته دپروړ په چوکيو کيناستو،پتمينه هاغسې نه وه لکه چې دنيا وه،دمخ شباهت يې يو څه ورته وو خو پتمينه چاغه وه ويښته يې لنډو او لمنه يې اغوستې وه،زه حېرانه شومه کله چې پتمينې راته وويل:دنيا له هغې درې کاله کشره وه،او د هغې په بله خبره ډيره خواسشينې چې راته يې وويل:دنيا ډېره ناروغه ده.............يو داسې عجيبه ناروغي ورته پيدا شوې ده چې د وجود رګونه يې په وچېدو دي،له ګدځېدو پاتې ده او اوس خوورته څرخې چوکۍ اخيستل شوې ده،ځګه ددې پښې اوس کار نه کوي.
ما ته ددنيا هغه وروستى انځور سترګو ته ودرېدو،د هغې ګلابي پښې او دهغې تګ دا څنګه کيداى شي چې يو روغ جوړ بني ادم دومره ژر له پښو ولوېږي،د پتمينې په سترګو کې اوښکې راغلې خو ژر يې خپلې شونډ د غاښونو لاندې ونيولې،بيا يې يو اسويلى وکړو او وويل:دنيا ډيره بد بد بخته ده،څومره خلکو ورسره واده غوښتل خو دې همد غسې ژوند تېر کړو،پتمينې راته مخ راواړو او پوښتنه يې رانه وکړو ته خو ددينا په ژوند خبره يې؟ما ورته وويل:ډيره نه..........زما سفر ډير لنډ و او دنيا په خپله ما ته هېڅ نه دې ويلې پتمينې اسمان ته وکتل او لګيا شوه،هم دغه خو غضب دى چې دنيا هېچا ته خپل د زړه حال نه وايې،لکه د لوند لرګى ورو ورو سوځي زه يې خور يمه خودې کله هم دزړه خبره راته نه ده کړې.
ما پتمينې ته وويل:دنيا د شهر يار سره څنګه پېژندلې و؟ دې خو ستاسو خپل و دماشوم والې نه يې تاسو کره تګ راتګ کاوو.
پتمينې د کافي وړې پيالې نه يو ګوټ وکړ او وويل:د شهر يار دمور او پلار تر مرګه مونږ چرته ددوې کور ته نه وو ورغلي،دوې ډير اوچت خلک و د کشتۍ د پېښې نه وروسته زما مور، پلار شهريار ته ورغلل چې دمړو په مراسمو ېک ورسره مرسته وکړي په دې وخت کې شهريار د پنځويشتو يا شپږو يشتو کالو و،پوهنتون سبق يې اېله خلاص کړىو.زه په انګلستان کې اومه،نه يمه خبره چې دنيا کله شهريار کورته ولاړه او څه وختې دوې يوبل سره وليدل،هغه وخت دنيا د ډربن په يو دوکان کې کار کاوو،ددولسو کالو وه مونږ ته بيخي ماشومه ښکارېده،په دې ورځو کې زما مور هم چې لا پخوا دسرطان په ناروغى اخته وه مړه شوه او زه چې جنوبي افريقي ته ولاړمه نو راته اندازه وشوه چې شهريار زمونږ کور ته ډير تګ راتګ کاو،زمونږ کور د تور پوستو د يوې غريبې سيمې ته نږدى و او هلته د شهرېار سپين موټر ته به تل واړه تاوېدل را تاوېدل،پرمينې راته وکتل او بيا يې خپله خبره جاري وساتله دنيا ښايسته وه،او د ډيرو ځوانانو زړونه يې په موټي کې و،خو هېچا جرات نه شو کولاى چې دې ته ورنږدې شي،زمونږ مور راباندې ډيره سختي کوله يو څه دنيا ته د خپل ښايست احساس هم غرور ور بښلىو،شهريار چې زمونږ کور ته راتلو نو دې سره به يې نېغې خبرې نه شوې کولې....... ما يوه ورځ ددنيا نه پو ښتنه وکړه چې شهريار يې خوښېدو؟دې راته سم ځواب را نکړو،زه بېرته انګلستان ته ولاړمه او کله چې به مې پلار او ورور سره په ټيلي فون خبرې کولې نو دوې به ددنيا نه خوشحاله نه معلومېدل،داسې يې راته ويل چې دنيا د شهريار سره په موټر کې ګر ځې په دوکان کې يې کار پريښى دى..... د موټر چلولو زده کړه کوي،ما چې دا خبرې اوريدلې نو داسې فکر مې کاو چې دنيا شهريار ته ډيره نږدې شوې ده،خوکال وروسته چې بيا پلار کره ولاړمه نو دنيا راته هم دا ويل چې زه او شهر يار ښه ملګري يو او بس.
پتمينې د بلې خبرې لپاره خوله خلاصه کړې وه چې د نا ستې د کوټې نه زما ايندرور رااوتله تاسو دلته مجلس کوى......دننه ټول د جي دار د زړه فلم کتل غواړي،پتمينې او ما يو بل ته وکتل هغې په منفي کې سر وخوځاو،ما دا فلم ليدلى و او نور مې د کتلو توان نه و،خداى خبر دا ډاکټران څومره کلک زړونه لري ټوله ورځ د مريضانو خبرې په ميلمستياؤ کې له ناروغيو او ددرملو بل څه خبره نه کوي او اوس دلته په کور کې هم دزړه عمليات ګوري.....ايدرور مې په حال پوه شوه،د تازه ميوې يوه غټه کاسه يې راته کيښوده،او په خپله دننه ولاړه ما پتمينې ته ما لټا سپينه کړه،هغې يوه ټانګرۍ ترې واخيست اوماته يې وويل:تا چې په وروستى ځل دنيا وليده نو څنګه وه؟دا اومړى ځل و چې هغې له ما ددنيا پوښتنه کړې وه،ما يوه مڼه سپينوله هغې ته مې نه کتل او ددنيا هغه وروستى تګ مې په کړه شو،دنيا ډېره ستړې معلوميده داسې لکه چې خوب وړې وي.
پتميني وويل:زلخا هم څو ميا شتې د مخه راته دا خبره کړې وه خو هر وختې چې ما ددنيا نه په ټيلي فون پوښتنه کوو نو دې به راته ويل روغه يمه ددې د وړوکوالې عادت و چې خپله ناروغي يې به يې د نورو نه پټوله.
بره په اسمان کې يوه الوتکه ډيره ټيټه دکور د پاسه تېره شوه او دهغې د غرارې له امله مونږ څو شيبې غلې ناست و،بيا مې پتمينه را غږوله په شهريار څه چل وشو؟ د پتمينې د خولې يوه غمژنه اسويلۍ را اوتله،هغه بدنصيب خو د موټر په پيښه کې ځوانې مرګ شو،ټوله کورنۍ په دوو کالو کې داسې ورکه شوه چې ته به وايې دځمکې پر مخ ژوندي نه و....... ته که ددنيا کور ته تللې يې نو د غونډۍ د پاسه کور ته تاويدونکى په ورو ستى کوټ پېر د شنا ختې يوه تېږه لګيدلې ده،دشهريارموټر هم دلته چپه شوىو،ده به ډير تېز موټر زغلو ماته هغه ماښام سترګو ته ودريدو چې دنيا زه خپل کور ته بېولې اومه،د غونډى په هغه ګوټ پېر دې موټر ودرولىو،ما د شنا ختې تېږه نه وه ليدلې خو دومده پوهه اومه چې هغې لپاره ډېر مهم وو.
پتمينه راپاڅېده او ګړۍ ته يې وکتل مونږ به ولاړ شو ښه شوه چې تا سره مو وليدل،هغې د ناستې کوټې ته په تلو تلو کې دا خبره کړه،زه هم ورپسې روانه شومه تراوسمه مې دانه و پوښتلى چې ددنيا خور دوبۍ ته ولې راغلې وه.
د ميلمنو د تللو نه وروسته راته ايندرور ويل چې ددرملو په هکله يو لوى سيمينار شوى و او د نور ملکونونه ورته ډاکټران راغلي و،د پتمينې خاوند ډاکټر شرما د هغې استاد پاتې شوىو ما دپتمينې نه دهغې ټيلي فون نمبر واخيستو خو ډاکټر شرما راته وويل:چې دوې به ډير ژر ډربن ته ورشي چې ددنيا د علاج لپاره څه بن بنا وکړي.
مونږ دوه اونۍ نور هم په دوبۍ کې پاتې شو،جي دار اوس جب جوړو،ځوى مې نه غوښتل چې بېرته راشي،د ترور داولادونو سره يې ټوله ورځ نوي نوي پروګرامونه جوړول خو زما دفتر راته نور رخصت نه راکو فېصله مو وکړه چې زه به پېرته ولاړه شمه.
دهلي ته په رسيدو خپل مشر راته په لومړۍ ورځ د اقتصاد او دمالي خبرونو څانګه راوسپارله،په دې څانکه کې ډيره ګډوډي وه دوه پخواني کارمندان دډيرو پيسو لپاره په (CNN) سي اين اين کې کار پېل کړى و د خلکو مورال ډير ټيټ و،بيا راتلونکي شپږ مياشتي زما لپاره ډېرې سختې وې،د نوو خلکو کار ته ګومارول ددوې تربېه او د نوي دفتر جوړول ټول زما په غاړه و،مونږ د يور بلې نړۍ والې شبکې سره تړون کړى و چې نوي پروګرامونه به ورته جوړو.
يوه ورځ خبره شوم چې دهند يوه تجارتي نندارتون جنوبي افريقي ته ورليږل کيږي،زمونږ کمپنۍ ته يې څلور د الوتکې ټکټونه مفت راکړي و،ما چې ددوې د پروګرام پاڼه وکتله نو په کې ډربن هم ليکلىو،زړه مې ډير کېدو چې ولاړه شمه زليخا،ايبي،زبېده،فاطمه او دنيا ټول راته مخامخ ودرېدل.
زما د کال دخصت هم پاتې و،جي دار ته مې وويل:نو ده راته وويل ولاړه شه يو څه ارام به هم وکړې،ما ورته وخندل......... د ټکټونه مفت نه دي د خرو په شان کارونه رانه اخلي.
مشر سره مې سلا وکړه او اخر د سفر لپاره مې تيارى پيل کړه،زليخا ته مې ټيلي فون وکړو او زه يو وارې بيا دډربن په هوائې مېدان کې ښکته شومه،بهر د زليخا موټر او ددې پخوانى ډرايور ډيوډ ولاړو زما سامان يې کېښودو او چې موټر کې کيناستمه نو راته يې وويل:ډېر وخت کېږي چې را غلې ما ورته حېرانه وکتل..... ده وخندل او دموټر شيشې ته يې اشاره وکړه دا بنده کړه زما پام نه و،ګرمې مې شوې وه د موټر شيشه مې خلاصه کړه په دې ملک کې د موټر شيشې خلک بندې ساتې،دکېناستو سره واړه او لوى چېغې کړې دروازې قلف او شيشې دې بندې وې دټريفک په اشاره يا په هغو سړکونو چې موټرې ډېرې وي او ته مجبوره يې چې ورو لاړ شې تور پوستي غلچکي هم هاغسې په انتظار ناست وي لکه چې په ځنګلونو کې څوک د ښکار لاره نيسې بيا د سترګو په رپ کې لاس را دننه شي او هر څه چې شيشې يا دروازې ته نږدى وې وړي،يوې ښځې د غوږ نه والۍ و شوکول شوه،د يو سړي دلاس نه موبايل ټيلي فون،ما دا کيسې ډيرې اورېدلې وې خو باور مې نه کيدو خلک افساني هم جوړوي،او په دې خبره زليخا او نورو ډېر وخت زه تر ټلې اومه.
زه دخپلو فکرونو نه هغه وخت را اوتلمه چې موټر د کور لوى دروازې کې دننه شو،دبرانډې مرمرينو پوڼو ته تلونکي دسرو خښتو لاره هم هاغسې وه خو باغ يو څه مړاوې ښکاريدو،دا باغ د ازائليا دسرو ګلابي او نارنجي ګلونو په بوټو ډک و، خو اوس داسې ښکاريده لکه چې څوک ورته پام نه کوي.
په زړه کې مې وويل سليمان به زوروم چې............. او سليمان د تصوير سره مې يو ټکان وخوړو دې خو مړ و،دموټر دودريدو سره مې دروازه خلاصه کړه او په برنډه کې ولاړ زليخا ته مې منډه کړه،زه دهغې په غېږ کې داسې پرېوتمه او له خولې مې دومره غمژنه چيغه راوتله چې دکور ټول خدمتګاران را باندې راټول شول،زليخا هم ژړل بيا زه يې دننه بوتلم،په يوه صوفه کيناستو او تر ډېره وخته مې دهغې په غېږکې سر ايښې و اوښکې مې نه ودرېدې،زه ډېره کمه ژاړمه خو په دې کال کې دا دويم ځل و چې ما دومره ډېر ژړلي و،دجي دار د عملياتو په ورځ مې ته زړه وه اوس دزليخا کور راته د سليمان خبرې رايادولې،هيڅ باور مې نه کېدو چې دې مړ و،زما کور ته په راتلو به ده ناره کړه او هندوۍ ډوډۍ دې خوړلې ده که نه؟ما به ورته ناره کړه مسلمانه بيا دې د غوائې غوښه پخ کړېده که څنګه؟ ده به په زوره زوره وخندل او وويل نه ښايسته افريقائي خنزير مې درته حلال کړى دى،زه په ژړا ستړې شوې اومه،زليخا هم هلته په صوفه زما له پښو بوټان لرې کړل او زه وغزېدمه،دې را باندې يوه نازکه کمبله وغوړوله دروازه يې راپسې بنده کړه او زه يې يواځې پرېښودلمه،ما څو ساعته هم هلته ارام وکړو او د ماښام تيارې خبرې وې چې زليخا را پسې راغله،زه بره خپلې کوټې ولاړمه ځان مې وينځلو او
خيسته او کيو وارې بيا د زليخا سره کيناستمه،هغې راته يوه دوسيه(فايل) مخې ته کيښوده، په دې کې د سليمان د مړينې خبرونه چې په ورځپاڼو کې چاپ و په ترتيب ايښودل شوي و،په جنازه کې يې منډيلا نيلسن په خپله ګډون کړىو،د(اي اين سي) دګوند د ځينو مشرانو پېغا مونه و،ما ورو ورودا حقيقت ومنلو چې سليمان اوس په دنيا کې نشته،دډوډۍ پر وخت مې دزليخا نه ددنيا په هکله پو ښتنه وکړه،هغې راته وويل:دنيا په ختميدو ده زيات وخت په کور وي ټيلي فون ته ځواب نه وائې او که څوک يې ليدو ته ورځي نو دا ورسره نه ويني،ددنيا کور اوس دنوکرانو په لاس کې و،يوه نرسه د ورځې او يوه د شپې دهغې دخدمت لپاره موجوده وه.ددې خور پتمينه او ډاکټردوه وارې ورته راغلي و،ددې دوينې هر ډول معاينې شوي وي،دعصبې ناروغيو لويو لويو ډاکټرانو د تشخيص لپاره خپل زيار ويستلي و،يوه ډاکټر چې د جاپان نه دکوم کار لپاره راغلىو هغه هم خپل وس کړى و.
خو ددې د مرض تشخيص نه شوى،ځکه خو علاج يې هم نه و معلوم،ددنيا د وجود په نيمه برخه کې هېڅ خوځښت نه و، پخوا يې پښې داسې وې بيا لنګې او اوس تر ملا ځان نه شو ښورولى،په لاسونو کې يې يو څه زور پاتې و.
هره ورځ سحر لس بجې ددې د کمپنۍ دوه با اعتباره کارکوونکي را برټ او ګيتي به ورته کور ورتلل او دکاروبار چارې به يې په مخ بېولې،دنيا به په کاغذونو دستخط کاو.په بله ورځ زه د زليخا موټر کې کيناستمه او سحر لس بجې ددنيا کور ته ولاړمه،ما غوښتل چې کله دا د کمپنۍ د منشي او د خپلې مرستيالې سره کښيني نو زه يې وينمه،خو هلته خبره شومه چې دنيا نن ستړې وه ګيتي او را برټ نن نه راتلل.
زه ددروازې نه بېرته تلمه چې يوې نرسې راته ددنيا دلاس ليکلى پېغام راوړو،په دې کې هغې خپل معذرت ليکلى و چې راسره نه شې لېدې،خو ماښام يې دراتلو بلنه راکړې وه،زه د هغه ځايه ننداتون ته ولاړمه ټوله ورځ مې کار کړو او مازديګر چې زليخا مې وليده نو هغې ته مې ددنيا خبره وکړه،زليخا ډېرپه افسوس وويل ته خبره يې چې ددنيا نيم وجور شل دى دا په کټ کې اړخ نه شې بدلولى هر يو ساعت کې نرسه ددې وجود په کټ کې بلې خوا ته اړوي چې په ملايې زخمونه جوړ نه شي،
په ما دا خبرې ښې نه ګلېدې،ما ددنيا کور ته دتللو تيارى کوله چې د هغې يوې نرسې ټيلي فون وکړ چې له ما سره نه شي ليداى ځکه ډيره ستړې ده.
زه ډېره نا هيلې شومه په هغه شپه ما دزليخا په وړاندې بيا ژړل،هغې راته ددنيا او شهرېار کيسه کوله،شهر يار دمور او پلار له مړينې وروسته ددنيا وجود ته پناه وړې وه،ده غوښتل چې دنيا هره ورځ وويني هر ماښام به يې ورته ټيلي فون کاوو خو تسلي به يې نه کيده،په شروع کې دنيا د شهريار دومره پروا نه کوله، خودموردمړينې نه پس هغه يوڅه ازاده شوه،د موټر چل يې زده کړو ددوکان نوکري يې پريښوده،بيا خبر شوشهريارورته په خپلې کمپنۍ کې کار کړىو،ددې کمپنۍ يو کارکونکى دسليمان نږدى ملګرىو او راته يې وويل چې دنيا هيڅ په بزنس نه پوهيده خو شهريار ورته ډير لوى دفتر وکړىو،دنيا به کله دفتر ته تله او کله نه ددې کار هم معلوم نه و چې څه کوي،خو شهرېار ورته موټر هم واخيستو.
پلار يې په دې تسلي و چې لوې به يې ښه شته من خپلوانو ځوى سره واده شي نو دې به هم بې غمه وي.
ټول ښار خبر و چې دنيا او شهريار به يوه ورځ واده کوي،دواړه به يو ځاى ميلمستيا ته تلل ددنيا په غاړه به هره ورځ نوې جامې ښکارېدې،دويښتو دوه کمڅۍ يې يو شوې وې،د پتلون پر ځاى به يې ساړي تړله او کله کله به يې په نرو لېچو بنګړي هم شړلکېدل،دشهر يار په کور کې د يويشتم مارچ د نوروز پارټي هم کيده،دا دود هم ددنيا دپاره پيل کړىو که نه شهريار د پلار له خوا مسلمان و.
په دې ميلمستيا کې به دخلکو دا هيله وه چې دنيا او شهريار به دخپل واده يا لږ ترلږه د کوژدې اعلان کوي خو داسې به نه کيده.
ددنيا په ژوند کې هر کال يوه غمژنه پيښه کيده،يو کال يې مور مړه شوه ،بل کال ته يې پلار له دنيا سترګې پټې کړې،له دريم کال کې ورور د ډربن په ساحل ځينو تورو پوستو د پيسو لپاره ووژلو،د هغه دوه اولادونه پاتې شول،ددنيا غوښتل چې د کونډ وريندارې سره ژوند وکړي خو هغې بل واده وکړو او له دنيا يې ځان ګوښه کړ،زليخا سترګې پټې کړې،لکه چې هغه وختونو يې يادول ماله هغې پوښتنه وکړه دنيا خو ستا هم ملګرې وه تا ورته څه ونه ويل؟
زليخا سترګې پرانستل نو په هغې کې يو نا معلومه درد ښکاره شو ما ته يې وکتل او وويل:دنيا پر ما ډيره ګرانه وه...... ما له زړه غوښتل چې هغه خپل کور اباد کړي،خو ددې ډېر عجيبه طبيعت و خود سره وه،که چا به ورته وويل:شهريار ښه هلک دى نو دې به سمدستي پوښتنه ورغبرګه کړه چې څه ښه والى لري؟ما به ورته ويل په نړۍ کې ډير کم سړي داسې دي چې ښکلي،شته من او لايق وي او تا سره مينه هم ولري،هغې به ما ته وويل:چې ته څه خبره يې چې شهريار ما سره مينه لري؟ما به د هغې په غاړه اوېزان غټ الماس ته ګوته ونيوله چې دا چا درکړى دى؟هغه به موسکۍ شوه،شهريار، او هغه موټر،ما به دهغې شين کرلا ته اشاره وکړه،او ستا دجامو اوميلمستاؤ خرڅ او ستا د کار معاش چې مفتو کې يې اخلې،ما به په يوه ساه هغې ته دا شيان وريار کړل،هغې به ژر زما په خوله لاس کيښودو چې بس دى مه رايادوه،دا ټول شيان د ميني اظهار نه دى؟
زليخا راته په سوال وکتل،ته څه فکر چې يو سړى هره ورځ يوې ښځې ته قيمتي شيان اخلي،دا دميني نښه ده او که نه؟دځواب لپاره مې دخپل خاوند څېره مخې ته شوه، زمونږ دواده اولس کاله کيده يار مې نه دى چې په تېرو پنځو کالو کې يې راته څه سوغات اخيستى وي، دواده لومړۍ کاليزه يې يو د عطرو بوتل راته اخيستى و.
او په دريم کال مې زوى شوى و نو هر سوغات به دده په وياړ وبيا مې چرته دده په لاس کې نه ګلدسته اوليده،نه چاکليټ او نه عطر،هن رښتيا يو وارې د ملګرو سره په چکر بمبۍ ته تللى و،نو راته يې دسيپۍ والۍ هم راوړي وي،قيمت يې هم راته ويلى و پوره لس روپۍ......... بيا که مو جنګونه کړي دي او که سيل له تللي و،هيڅ شى مي دده نه ترلاسه نه کړل،دده دژوند عجيبه فلسفه ده،وائې مينې د څرګندلول لپاره دسوغات او د ډالۍ څه ضرورت نشته،دا چې د شپې ډوډې په کور کې خورم،ټوله تنخوا مې په کور کې خرڅيږي،او نورو ښځو پسې مې هوس نه وي،دا ډېره لويه تحفه ده،زه د زليخا په خبره د خپلو خيالونو له نړۍ را اوتلمه،ددنيا په يوه خبره به زه ډېره نا ارامه شومه،کله چې به مې ورته د شهريار صفت وکړو نو دې به راته دسليمان ستاينه پيل کړه چې ما د څومره لايق او مهربانه سړي سره واده کړى دى کا شکه شهريار هم دسليمان په شان واى،دزليخا په سترګو کې د کرکې يوه څپه مې وليده خو ډېرژر يې سترګې پټې کړې لکه چې وېرېده........ هسې نه زه ددې په منفي احساساتو خبره شمه، ما نه غوښتل چې د زليخا احساسات نو هم را وپاروم خو بيا مې زړه صبر نه شو،له خولې مې را اوتل دنيا له سليمان سره کله نه پيژندل؟ زليخا وويل:د هغې ورځې نه چې زه واده شومه،دنيا له ما لس کاله کشره ده،مونږ د افريقي د ملي کانګرس په غونډو کې يو سره پيژندلي و،دا له په ښونځي کې وه او دځوانانو په جلسو کې به ډېره فعاله وه،سليمان د نيلسن په نږدې ملګرو کې و او ده سره دواده د لارې زه هم سياست کې داخله شوم،زمونږ د ټولو ښځو د فعاليتونو تر شا سليمان ولاړ و.
ده زما سياسي روزنه کړې ده،او په دې لاره کې ډېرې ښځې زمونږ کورته راتلې،دنيلسن منډيلا ځيني سياسي ملګري به په ډربن کې زمونږ په کور کې ايسارېده،دلته څو وارې سپين پوستي پوليسو چپاونه کړي دي مونږ يوه مجله په پټه چاپوله او د شپې به مو په خلکو وېشله،ددنيا په شان ډېرو ځوانانو ددې مجلې ګڼې په خپلو بستو کې ګرځېدل او ښونځي په لاره به يې د خلکو کورونو ته اچول.
وروسته چې شهريار دې ته موټر واخيستو نو د چاپ ټول کارونه به يې سرته رسول، زما لپاره ددنيا په هکله دا معلومات نوي و،تر اوسه مې داسې فکر کاوو چې دنيا د غربت د ژوند نه دمينې دلارې شته من ژوند ته تللې ده، خو دا چې هغې په وړوکي عمر کې دنژادي توپير پر ضد په فعالېتونو کې هم ګډون کړى و،زما لپاره دمنلو وړ نه وه،دنيا به هغه وخت څنګه ښکارېده؟زما ددې پوښتنې په ځواب کې زليخا را پاڅېده او خپلې کوټې ته ولاړه،لږه شيبه وروسته د عکسونو يو زوړ البم سره بيرته راغله،عېنکې يې په سپرګو کړې او راسره جوخته کېناسته د زليخا تور او سپين عکسونه و،دسليمان وماشوم والي او ددوې دواده په عکسونو کې دواړه ډېر ښکلي ښکارېده،بيا عکسونه رنګين شول،د �اي �اين-سي د غړو ګروپ عکسونه و، بيا يو رنګين عکس باندې زليخا خپله ګوته کيښوده،سليمان سره څلور ځوانې جينکۍ ولاړې وې،درې په کې ما پېژندلې هم دوې کې دنيا هم ولاړه وه،نسواري لمنه تر ګونډو پورې،سپين لنډ کميس او سپين بو ټان او جرابې،دوه لوې لوې کمثۍ يې مخامخ تر لمنې ځوړندې وې،دنورو جينکو نه لوړه او دسليمان سره داسې جوخته ولاړه وه لکه چې څوک ماشوم د خپل پلار تر څنګ ولاړوي،مونږدالبم پاڼې اړولې اوزما تلوسه وه چې دشهريار عکس هم ووينمه،خو عجيبه خبره وه هلته د زليخا ددومره اونۍ ملګرې د چنغول يو عکس هم نه و،زليخا وويل:شهريار په خپل کاروبار کې ډېر کاميابه و،دهغه ناسته پاسته ټوله دکاروباريانو سره وه دلته چې به راغلو او مونږ به د ملک په سياست خبرې پيل کړې نو دې به يا په ټيلي فون اخته شو او يا به يې څه بانه وکړه او ځان به يې وويستلو.يوه ورځ شهريار او دنيا دواړه زمونږ کور ته راغلل،مونږ دنيلسن منډيلا بندي خانې پورې ديو لوى مارچ تابيا کړې وه،چې دجنوبي افريقه له ټولو ښارونو به تېرېدو،دا هرڅه موله پوليسه پټ ساتلي و،په پوسټرونو او بيرغونو د شعار دليکلو کار د ډېرو ورځو نه پيل شوىو.هر چا خپله برخه په کور کې ساتلې وه،دنيا دداسي کارونو سره ډېره علاقه وه،هغې په خپل کور کې کمپيوټر ايښى و،دا هاغه وخت و چې ډېرو کمو خلکو کمپيوټر لاره،لکه چې داهم شهريار ورته اخيستىو.
په دې ماښام مونږ دمارچ په وروستى پروګرام يو نظر اچو،دنيا دسليمان سره دډلو دمشرانو په نومونو بحث کاوو،زه به هم په کې ورولوېدمه،خوشهريار غلى و،داسې لکه چې دې ټول کار سره د هغه هيڅ شوق نه و،زه راپاڅېدمه او شهريار ته مې وويل:په لويو ښارونو کې د جلسو پروګروام هم چاپ شوى دى،غواړم چې يو نظر يې وګورې.
شهريار ما سره هغه وړوکې کوټې ته راغلو چې ما به دخپل دفتر په توګه کاروو،ده يوه شېبه هغې وړې کتاب ګوټې ته کتل چې په هغه ورځ دنيا د يو پټې مطبعې نه راوړى و،داسې پنځوس زره نور کتابونه دنيا پنځوسو نږدې ملګرو کورونه ته رسولي و،شهريار په ځاى ددې چې راته يې ددې دمضمون او چاپ په هکله نظر راکړى واى،ددې د لګښت په هکله پوښتني کولې،ده هېڅ سياسي نظر نه لاره د خلکو عادت ګرځېدلى و،ما غوښتل چې ده نه معلوم کړم تر څومره حده زمونږ د مارچ سره مالي مرسته کولې شې،او چې پوښتنه مې ترې وکړه نو وويل:دنيا تاسره ده،دا ډېره لويه خبره ده هغه چې هرڅه کوي زه پرې خوښ يم،ما ترېنه د کوژدنې او دواده په هکله وپوښتل نو دى ګېله من ښکاره شو.
زليخا لږ غلې شوه نو ما ورته وويل:ته وائې چې دوى په خپلو کې ډېره مينه کوله نو بيا هغه کوم طاقت و چې ددوې ديو ځاى کېدو مخه يې نيوله.
ددنيا مور،پلار ورور ټول مړه و،دا هم خپلواکه وه او شهرېار هم دا څنګه کېداى شي چې دنيا بې له سوبه د شهريار سره د واده فيصله نشوه کولې؟ زليخا نا ارامه شوه او ماته داسې احساس يې راوبښلو چې هغه خبره وه،هغه څه نه چې دنيا يې فيصلې ته پرېښوده خو ماته ويل نه غوښته،يو لوظ راسره کوې؟ زليخا نا څاپه زه د خپلو خيالونو نه راويستلم،زه درته دا خبره کومه خو ځان سره به يې ساتې، ما ورته وخندل هره ښځه بلې ته خبره کوي او وائې ځان سره يې ساته،خبره دې ستا او زما تر منځه وي،بيا چې خبرېږې نو دټول ښار ښځې ته خبرې وي.زليخا زما په خندا بيا په قهر شوه،ځه چې نه اورې نو ورشه خپلې کوټې ته شپه ډېره تېره شوېده، هغې به کله کله ما سره نازونه کول،زه په کټ اوچته کيناستمه او ورته مې وويل:زه لوظ کومه چې ستا خبره به هېچا ته نه کوم، خو که بل څوک ترې خبر وې نو بيا به يې ليکم،زليخا يو بل بالښت د سرلاندې کيښودو او وويل:دنيا دسليمان سره هم ډېره ملګرتيا لرله،خو دهغې خبرې زما نه خوښېدې،زما سياسي فعاليتونه ډېر شوي و،دنيلسن منډلا دراخلاصولو لپاره په ټولې نړۍ کې جلسې کېدې،د سپين پوستو د حکومت سره هم خبرې روانې وې،زما په کور کې هره ورځ غونډې کېدې،دنيا به تر شپې ناوخته زمونږ په کور کې وه،د هغې په موټر کې به سياسي فعالين يوه خوابل خوا وړل کېده،بيا چې دې به دکور ته دتللو خبره وکړه نو سليمان به نه پرېښوده چې يواځې ولاړه شي،ده به خپل موټر راويستلو که څه هم شهريار ورته ويلې وچې پداسې وخت کې هم دې ددنيا پسې راتلى شو، خو سليمان به همدغه ويل چې اوس به شهريار ته څه تکليف ورکوو،دسليمان په موټر کې به دنيا مخکې کېناسته او زمونږ ډرايور ډيوډ به ددنيا ګاډى روان کړو د ورځې به هم چې زمونږ موټر مصروفه و نو دنيا به دسليمان سره ګرځېده،کله کله به مې احساس کاوو چې په سياسي ډګر کې زه ډېره وړاندې راوتلې يمه اوشاته سليمان او نور دوستان رانه پاتې دي، کله کله دنيا به د سليمان په کومه خبره په زوره زوره وخندل چې زما زړه به ډوب شو،سليمان چې په کوم انداز دنيا ته کتل،هغه زما نه خوښېدو،زه به ډېره په قهر شومه،يوه ورځ مې د هغه سره جنګ وکړو خو سليمان راته ډاډ راکړو چې هغه اوس هم له ماسره مينه کوي،او دا چې بدګوماني ښه شى نه دى،دزليخا په سترګو کې رڼا وځلېده،مخامخ په ديوال لګېدلى د سليمان تصوير ته يې داسې کتل لکه چې عبادت يې کوي.
زه په ټوله کيسه پوهه شومه ددنيا سليمان خوښېدو،ځګه خو يې دشهريار سره دواده فيصله نشوه کولې،په هغه شپه ما ددنيا څېره بيا بيا په خوب کې لېده د هغې دژوند هر يو راز راته اوس څرګند و،دنيا څومره ځان نيولى ساتي،داسې فکر کوي چې هېڅوک ددې په احساساتو نه پوهېدل،خو سحر راته يوه بله پوښته پېداشوه،شهريار ددنيا سره واده يا نکاح نه وه کړى،نو بيا څنګه د هغه ټول مال دولت ددنيا په برخه شول،دزليخا نه مې په چايو پوښتنه وکړه،نو هغې وويل:داسې ښکاري چې شهرياردوړاندې نه هر څه ددنيا په نامه ليکلي و،خو زما زړه ده داخبره نه لوېده،په بله ورځ بيا منډې ترړې وې،په نندارتون کې ګډون کوونکي دهند يو لوى تجار د شپې چا وژلى و،دى دخپل هوټل نه چې دسمندر په غاړه جوړو د شپې دچکر لپاره راوتلى و،سګرټ يې څکول چې ورباندې دوو کسانو حمله وکړه،ښائې چې غله و دى په چاقو ووهل شو او تر څو چې يې روغتون ته رسولو دى مړ و.
دژورنالستانو غوا لنګه شوه،هر چا ددې خبر اصل کيسې ته درسېدلو هڅه کوله،ځګه د هوټل خادمانو پوليس ته ويلې وچې د هوټل نه يوه ډله کسان چکر ته وتلي و،زما د ژورنالستانو نه دوه کسان په دې کيسه اخته شول،زمونږ نورې کيمرې اوسامانونه په بېړۍ کې راتلل او زه تر هې ونيولمه.
نن مازديګر څلور بجې ما دښاروال سره مرګه هم کوله،زمونږ دوه کيمرې په کارې وې،يوه همکار مې د بېړۍ شرکت ته ټيلي فون وکړو او دوې وويل:چې زمونږ سامان په بندرکې دى،نن مازديګر به يې هوټل ته رارسوي،هم هاغه وخت مې فيصله وکړه چې زه به په خپله بندر ته ورشمه چې کار ګړندى شي،زليخا ته مې وويل:او د ډيوډ سره په موټر کې د بندر لورې ته ولاړمه،کيمره مين محمود هم راسره و،(افريقائې پاچا)دا ددکمپنۍ نوم و،ددوې دفتر ډېر لوې او بهر د خلکو ګڼه کوڼه وه،مونږ ډېر په کړاو دننه ولاړو او مشر سره مو دليدو غوښتنه وکړه،دده دفتر ته چې وردننه شو نو يوه ښځه هم هلته ناسته وه،ما دورتلو سره خپله ستونزه مشر ته بيان کړه،دا چې مونږ دهند نه ورغلي و نو ډېر درناوى يې راته وکړ،خودا يې نه منل چې زمونږ سامان دې له نورو وړاندې راوويستل شي،ما ورته دتجار دقتل خبره وکړه،نو دې يوه څه نرو شو، له مايې دسامان دنمبر کاغذونه واخيستل او بهر ووتلو،محمود هم ورسره ولاړ و.
ما د هغې ښځې سره خبرې پيل کړې،د هغې نوم شيرين و،زما په ذهن کې يوه ټالۍ غوندې وغږيده له هغې مې وپوښتل ته (فانوس) شرکت کې کار کوي؟هغه ډيره حېرانه شوه،راته يې وويل ته لکه چې ما پېژنې؟ما ورته ځان وروپېژندلو او دا چې دزليخا نه مې د هغې نوم اورېدلى و،بيا مې ترېنه ددنيا په هکله وپو ښتل،نو هغې هم ډېر په خفګان راته ددې حالت بيان کړ،دايې هم راته څرګنده کړه چې دنيا د کله راهيسي دفتر پريښى و هغې نه وه ليدلې،درابرټ اوګيتي نه به يې معلومات اخيستل،په مياشت کې يو وارې دشرکت دکارکوونکو په غونډه کې به ددنيا له خوا يو پيغام هم لوستل کېدو،شيرين او ما تر ډېره وخته خبرې کولې يو وارې مې ترينه د شهريار پوښتنه وکړه نو دې خبره واړوله،بيا زمونږ د سامان بکسونه دګمرک نه تېر شول او محمود راته خبر راکړو چې هر څه په موټر کې بار شوي دي،شيرين راته خپل کارټ راکړو چې که وخت مې پردا کړ نو د(فانوس) شرکت ته ضرور ورشمه،په هغه ورځ مونږ د شپې تر لسو بجو په کار اخته و،کور ته چې راغلمه نو زليخا راته په انتظار وه،ددنيا پيغام هم را رسېدلىو،هغې زه را بللې اومه خو زه تر دريو ورځو ډېره مصروفه اومه.زمونږ کارونه چې سر ته ورسېدل نو ټولو ته مې رخصت ورکړو،دوې کېت ټاون ته ته دسېل لپاره ولاړل او زه هم هلته ډربن کې ايساره شومه.
دنيا ته مې ټيلي فون وکړ او هغې راسره د ليدو پروګرام جوړ کړ،ماښام شپږ بجې ورکره ولاړمه دناستې په کوته کې هرڅه په خپل ځاى و،دسپوږمۍ معبد،په کې بله ډيوه،په ديوال د زغليدونکو اسونو انځور،يوې تور پوستې جينۍ مجسمه چې په امزري ناسته وه،ددنيا يوې خدمتګارې راته دمالټو اوبه راوړې ما دا ورو ورو څښل او کله کله به مې د سپوږمۍ ډوله معبد شاته وکتل چې ددنيا کوټې ته يې لاره تللې وه،ډېر وخت تېر شو،نو دنيا د سپوږمۍ ډوله معبد تر څنګ په څرخي چوکۍ را ښکاره شوه،هغې سره يوه نرسه په سپينو جامو کې راروانه وه،دنيا دچوکۍ پايه په خپله ګرځوله،دهغې په پښو يوه نسواري کمبله غوړېدلې وه،ويښته يې په يو شين رومال تړلي و او دبندې غاړې خړ جمبر يې وجود پټ کړى و.زه ورپاسېدمه او ددې تر غاړې ووتمه،هغې زما شا ټپوله او نه پوهېدمه چې څه ورته ووايم ټول الفاظ زما په غاړه کې بند شول خوله مې داسې وچه وه چې لاړې مې نه شوې تېرولې،يواځې په سترګو کې مې داوبو ډنډ ولاړو،ما ډير غوښتل چې ځان را قابو کړم او زليخا راته خبرداري راکړى و چې دنيا سره که څوک زړه سوى وکړي نو ددې بد راځي،خو ددنيا په مخ دومره مېړانه وه چې زما زړه يې را ډک کړو،دنيا په لاس کې نيولي رومال سره زما سترګې پاکې کړې،او توکه يې وکړه چې زما د سترګو رانجه رابهېدلي دي،ما وخندل ځګه ما چرته په ژوند کې سترګې نه وې تورې کړي،زه په صوفه کيناستمه او دهغې لاس مې په خپلو لاسونو کې ونيولو ورو ورو زمونږ خبرې پيل شوې،هغې د جي دار په هکله پوښتل د پتمينې او ډاکټر شرما سره زما د ملاقات خبرې يې کولې،زما د زوى روپک د سبق پوښتنه يې وکړه،ټولې خبرې زما دژوند سره تړلې وې، ما جرات نشو کولى چې دهغې د مرض او دعلاج په هکله مې خبره کړې واى،دنيا سترګې او مخ پړسېدلې ښکاريدل کېداى شي ددارو اثر وي،د هغې دلاس نرې اوږدې ګوتې ژېړ بخنې وې،لکه چې داروګانو دهغې دوجود نه وينې زبېښلې وې،په يو کال کې دومره ښايسته ښځه څرنګه د مرګ انځور شوه،اخر سائنس دومره پرمختک کړى دى يو څه خوددنيا درنځ علاج هم وي،زما او دنيا تر منځ اوس هم يوه نالېدلې پرده موجوده وه دهغې احساساتو معلومول څه اسانه کار نه و،ما چې له کله راهيسې دې سره پېژندلې و يو وارې يې هم د شهريار ذکر نه و کړى،داسې ښکاريده لکه چې دا نوم هغې ته هيڅ معنى نه لرله،په دې کور کې ما يواځې دناستې کوټه او د بهر بنده برنډه مې لېدلې وه،دشهريار عکس په کې نه و،داکور د شهريار پلارجوړکړى و،په کومه ورځ چې ددې جوړښت مکمل شو،د شهريار موراوپلار مړه شوي و،بيا هغه کله هم په دې کور ژوند نه وو کړى،غوښتل يې چې دنيا سره په واده وروسته ورته کډه وکړي،دشهرياردمړينې اوس پنځلس کاله پوره شوي و،لکه چې دنيا نه هر څه هېر و،بس د هغه مال دولت يې ترې واخيستو،خو دې ته هم ژوند اوس عذاب وګرځېدلى دى،کله کله انسان په خپل ښو او بدو نه پوهېږې،که شهريار سره يې هغه وخت واده کړى واى نو اوس به يې دروپک هومره زوى يا لور لرلې،دنيا ته مې يو کتاب دالۍ کړى و او دې دهغې کتاب پاڼې اړولې را اړولې،يوه نرسه چې را ښکاره شوه نو زه هغې پوه شومه چې دنيا نور نشې کيناستې،هغې رانه رخصت واخيستو، او بيا په څرخي چوکۍ د سپوږمۍ ډوله معبد تر شا ورکه شوه.ور تزه چې بېرته کورته راغلمه نو زليخا په خپله کوټه کې وه،زه هم هلته ورسره په کټ کيناستمه، او ددنيا حال مې ورته بيان کړ،بيا مې زليخا ته وويل:ته دنيا ته څومره نږدې وې؟دزليخا پر مخ يو سيورى غوندې تېر شو،بيا يې وويل:دا ماته د خپلو اولادونو په څير ګرانه وه،ما دهغې خبره له خولې واخيسته،(ګرانه وه) لږ غور وکړ يعنې وروسته درباندې ګرانه نه وه؟ زليخا وموسيده او په مصنوعې قهر يې راته وويل:چپ شه په خبرو کې مه رالوېږه،زه شېبه غلې اومه بيا مې وپوښتل ستا او ددنيا ترمنځ يو څه خبره شوې وه،او تاراته تر اوسه هغه خبره نه ده کړې،زليخا سترګې پتې کړې وې او ما داسې انګېرله چې دا به اوس راته ووئې چې په هر څه کار مه لره،خوهغې سترګې پرانستلې او راته يې وويل:دټولې دنيا په نظر شهريار ددنيا لپاره مناسب هلک و او ددوې دواړه په خپلو کې تګ راتګ،ديو بل ته د کتلو او دخبرو نه هيچا ته داشک نه و لوېدلى چې دوې د يو بل سره مينه نه کوي.
ددنيا د سالګر په يو محفل کې ټولو راسې انګرله چې دوې ممکن دکوژدنې اعلان وکړي،په هغه شپه دنيا ناوې شوې وه،اتشي ګلابي کميس يې دمريو ډک و،چا راته وويل:شهريار داکميس ورته د جاپان نه راوړى و،اصلي ملغلرې ورباندې لګيدلي و،همدغسې ملغرې دنيا په خپلو ويښتو کې هم ټومبلې و،دوې دواړه ډېر خوشحاله معلومېدل،شهريار څو وارې دا دلاس نه نيولى خپلو ميلمنو سره معرفي کړې وه.
دکېک دپريکولو پر وخت شهريار ورسره جوخت ولاړ و،زما په شان ډېرو خلکو دنيا او شهريار ته بيل بيل ويلې چې هم په دې ميلمستېا کې دې کوژدنې اعلان وکړې،شهريار به ددې خبرې په ځواب کې دنيا ته وکتل چې دا به فېصله کوي او دنيا به په ټوکو خبره بلې خواته واړوله،دنيا ورته سم ځواب نه وائې،خبره په خندا کې تېره کړي،کله وائې زه وخت غواړم،کله وائې تر څو چې نيلسن منډيلا له بنده نه وې را خوشې شوى زه واده نشمه کولى،زليخا لا نورې خبره هم کولې خو دډوډۍ لپاره يوه خدمتګاره رادننه شوه او مونږ ډوډۍ ته راوچت شو.
هغه شپه چې زه د خوب لپاره په کټ پرېوتمه نو دزليخا خبرې مې بيا بيا اورېدې په تصوير کې مې لېدل چې شهرياربه څنګه دنيا ته مينت زارۍ کړې وې........ څه څه به يې ورته ويلې وي،دنيا ولې ورسره دومره کلکه وه؟ده خو ډېره نازولې او بيا ددې لپاره چې ددې پام ځان واړوي ددفتر يوې بلې جينۍ شيرين ته نږدى شو و،او په ځاى ددې چې دنيا خپله لاره بدله کړي شهريار سره يې جنګ وکړو چې دا لوبې مه کوه،د حسد په ځاى يې ورته ويلې و که شيرين دې خوښه ده نو واده ورسره وکړه،بيا چې شهريار ورته د ځان وژلو ګواښ وکړو نو دنيا ترينه دومره زړه بدې شوه چې تر ورځو ورځو يې ورسره خبرې نه کولې،شهريار د روغې لپاره دزليخا کورته راغلو نو دلته څومره لوى جنګ به شوىوي،دنيا ورته په ډاګه وويل:چې که داسې جذباتي فشار ورباندې راوړي نو کېداى شي ټول عمر د شهريار مخ ونه وينې.
د شهريار يوڅو خپلوانو خو د فانوس نومې شرکت کې کار کاو،شيرين هم د شهريار دترور لور وه،او دشيرين دنوم سره مې دهغې کارټ راپيدا کړو،زليخا د چايونه سمدستي وروسته چرته تللې وه،ما دکور په ټيلي فون شيرين سره خبرې وکړې،هغه په دفتر کې وه،يولس بجې مې ورسره د ليدو وخت وټاکلو مانه غوښتل چې زليخا زما د پرګرام نه خبره شي،داسې احساس راته کېدو چې هغه راته پوره حال نه وائې، په داسې وختونو کې چې ما به د زليخا موټر نه لاره،ديوې کمپنۍ نه شخصي ګاډى په کرايه کاو،دې کمپنۍ کې ته مې ټيلي فون وکړ او لس بجې کاډې دډرايور سره حاضر و،د کور خدمتګارانو ته مې وويل چې زه دډربن په چکراوځمه،ماښام به راځمه،د خپلې خبرې دريښتياؤ لپاره مې يو ساعت د سمندر په غاړه وخت تېر کړو،د فانوس شرکت دلومړى پوړ ټوله برخه نيولې وه.
په رېسيپشن کې يوه تور پوستې جينۍ ناسته وه او زما د کارټ په لېدو يې د ميلمنو رجسټر کې يې زما نوم وليکلو،بيا يې د شيرين دفتر ته خبر وکړو او لږه شيبه وروسته د هغه سکرټر راپسې راغى،زه يې يو لوى کوټې ته بوتلمه چې لس دولس کسان په کې په کمپيوټرو ناست و،د شيرين دفتر ددې لوى کوټې بل سر ته و،او دشيشې دديوال نه مې دهغې مخ وليدو،دا په ټيلي فون بوخته وه،سکرټر راته ددې دکوټې دروازه پرانستله،شيرين دلاس په اشاره راته دکيناستلو وويل او زه ديو ګول مېز سره ايښى په څرمني پوښل شوۍ کرسۍ کيناستمه،تر څو چې دې په ټيلي فون خبرې کولې،ما په دفتر کې ايښي شيانو ته کتل،دهغې په ميز د کمپيوټر شاوخوا کاغذونه او فائلونه و،د خاورو يوه غټه پياله کې نيمه کافي څښل شوې وه نيمه تراوسه پاتې وه،دپيالې د پاسه ليکلې و،(ايډز ووژنئ) مخامخ په ديوال ددوو ماشومو جينکو تصويرونه و چې يو شان داوسپنې په فريمونو کې بند و،شباهت يې شيرين ته نه و،ښائې ورېري يا خوزي يې وې.دلمارۍ دپاسه دبادبانې بېړۍ يو وړوکې ماډل د لرګي نه جوړ ايښى و،بادبانونه نښل شوي و،په دې لرګين بېړۍ يو خوا ته فانوس ليکى و،شيرين خبرې خلاصې کړې،ماته يې ستړې مه شي وويل او رانه يې پوښتنه وکړه چاى څښې که کافي؟ ما د چايو ورته وويل نو دې بيا پوښتنه وکړه مونږ سړې چاى هم لرو،که ګرمې دې شوې وې دا به درته راوغواړو،ما وخندل او ورته مې سر د خوځولو په اشاره وويل سړې چاې به ډېرې ښې وي خو چې واوره په کې نه وي، هغې خپل منشي ته په ټيلي فون کې دچايو امر ورکړو،مونږ خبرې پيل کړې هغې دخپلو کارونو او دفانوس شرکت په هکله معلومات راکول بيا يې وويل:ته خو تېر کال هم راغلې وې،دنيا سره دې لېدلى و؟ما ددنيا سره دخپل ملاقات حال ورته شيرين حيرانه وه چې هغه وخت دنيا ولې زه دفانوس شرکت دفتر ته نه اومه را بللې،ما ورته دخپلو مصروفيتونه خبره وکړه،بيا مې ترې دشهريار پوښتنه وکړه،دشيرين دمخ رنګ بدل شو،راته يې وويل:شهريار ډېر اوچت انسان و،ژوند ورسره وفا ونکړه،زمونږ په خاندان کې اوس يو سړى داسې نه دى پاتې چې دا دومره لوى شرکت سمبال کړي،دنيا چې ترڅو روغه وه،ډېر کاريې په کې وکړو خواوس هغه هم له پښو لويدلې ده،ما شيرين ته جواست وکړو چې دشهريار دفتر ليدل غواړمه هغه زړه نا زړه وه،زما هدف ورته نه و څرګند،ډاډ مې ورله ورکړو چې دنيا سره مې يو څه ملګرتيا پيدا شوې ده،غواړم چې په خپلو سترګو ددې دفتر ووينم،ښائې دنيا به لږه موده وړاندې پورې هم د شهريار په دفتر کې کيناستله،شيرين زما خبره رد کړه،دنيا چري هم دشهريار په دفتر کې نه ده کيناستلې،د شهريار دفتر هم هاغسي ساتل شوى دىڅنګه چې د هغه له مړينې وړاندې و،بيا خو نور هم ضرور دى چې زه دا ځاى ووينمه،ما په ټينکار وويل:شيرين راپاڅېده او زه ورپسې له کوټې ووتلو،دلوى تالار نه په تېرېدو ټول کارکوونکي په احترام شيرين ته ودرېدل،هغې ورته په ځواب کې (هيلو) وويل او وړاندې به ولاړه،د تالار په وروستى سر کې يوه دروازه بره پوڼو ته خلاصېده،مونږ له دې دروازې ووتلو او څو پوڼو په ختلو د بل منزل په را ېدارۍ کۍ ودېدو،هم هلته يو اوږد دهلېز يوې لوئې کوټې په غزېدلى و،شيرين ما ته په اشاره د ودرېدو وويل او په خپله داېدارۍ بلې خواته جوړې وړې کوټې ته ولاړه.
لږه شيبه وروسته چې راوتله نو يو تور پوستى ساتندوى په خړ يونيفارم کې ورسره و،دده ملا سره دزنځير پورې بې شمېره کنجيانې ځوړندې وې،ده راته سر ټيټ کړو او د دهلېز بل سر ته د کوټې په لورې ولاړو،ددې کوټې ددروازې جرنده يې پرانستله او مونږ ته يې يوه دروازه خلاصه کړه ونيوله،شيرين او زه کوټې ته وروتلو د شهريار په دفتر کې د پنځلسو کالو راهيسې څوک نه کيناستل،خو داسې احساس مې وکړو لکه چې اوس اوس څوک په کې ناست و او يو شېبې له ترې بهر وتلى دى،دلوى مېز شيشه داسې پاکه وه چې دچت پکى او دڼاګانې په کې ښکارېدې،په يوه بلورينه کاسه کې تازه ځنګلي ګلونه ګيډې ايښې وې،دلته کمپيوټر ته و،خو درې بېلا بېلو رنګونو تيلي فونوه په لوى مېز پراته و.دديوالونو سره المارۍ او شيلفونه جوړ و،په ځينو کې کتابونه و،ځينې تشې وې،په يو کې د لرګي جوړ افريقائي مجسمې وي،زيات تره ځنګلې ځناور و،هاتې،پړانک،زمرى،زرافه ددفتر په لوى مېز يو د سپينو زو فرېم هم و،په دې کې لګېدلى عکس مخه هغې چوکىته وه چې شهريار به ورباندې کيناستو ما دا تصوير لېدل غوښتل،په زړه کې مې تلوسه را وپارېده دمېز بلې خواته ورغلم،زما د توقع خلاف هغه تصوير ددنيا نهو و،تور اوسپين را تصوير د شهريار دمور او پلار و،ښائې ددوې دځوانۍ تصوير و،شيرين راته وويل:دا تصوير شهريار دمور او پلار د مړيني وروسته په دې دفتر کې کيښودو،ما ترې پوښتنه وکړه ددنيا تصوير دلته نشته؟ شيرين وويل:ددنيا يو لوى تصويرپه دې مخامخ ديوال لګېدلى و،يو څو مياشتې کيږي چې ددنيا په غوښتنه يې له دې ځايه لرې کړى دى،زما په فکر د هغې خور پتمينې له ځانه سره انګلستان ته يوړو،ددنيا دفتر په کوم ځاى کې دى؟زما تلوسه تر اوسه په ځاى پاتې وه،شيرين ددفتر يو سر کې جوړ دروازې ته اشاره وکړه،بيا ولاړه او هغه يې پرانستله،داسې ښکارېده چې دشهريار دفتر ډېر لوىو په دې کې دلرګې يو ديوال داکوټه نيمه کړې وه،او مونږ چې په دې کې جوړ دروازې نه بلې خوا ته ولاړو نو ماته اندازه وشوه،چې دنيا په شهريار څومره ګرانه وه،هغه بله کوټه لويه وه،په مېز کمپيوټر ايښى و،ددېوال سره لوېه صوفه او دتور لرګي مېزونه د کوټې ښايست و،په کړکيو قيمتي طلائې رنګه پردې ځوړندې وې،او په دېوالونو د لاس جوړ شوى ښکلى انځورونه چې په کې د افريقه غرونه او سمندري نندارې ښکارېدې دا دفتر رښتياچې ددنيا وړ و،ما دشيرين نه پو ښتنه وکړه اوس دلته څوک کښيني؟هغې وويل:هيڅوک نه........ کله کله رابرټ يا ګيتي ددنيا په کمپوټر کې د فائلونو د لېدو لپاره راشي،او کله چې کارخلاص کړي نو بيا ځي،هر سحر دا دواړه کوټې هم هاغسې پاکيږي لکه چې پخوا کېده،يو چا شيرين ته په موبائل ټيلي فون زنګ تېر کړو،مونږ بېرته د شيرين دفتر ته راغلو ،هلته په مېز د شيشې په يولوى ګېلاس کې زما سړې چاى ايښى وې،ورسره په يوه کاسه کې دواورې ټوتې او يوه قاسوغه هم و،دسړو چايو د ګيلاس په څنډه نيم پرېکړى ليمو ټومبلى و،مونږ کيناستو نو چاى مې را واخيستې،شيرين تر اوسه ېه ټيلي فون خبرې کولې او بيا ولاړه بهر د خپلو کارونو پسې ووتله،بهر ته چې راغله نو معذرت يې وغوښتو،ما ورته وويل:که بد ونه کڼې نو ددنيا په هکله يو څو پوښتنې درنه وکړو،هغ يو څه ناارامه غوندې شوه،بيا يې وو:که ځواب راسره و........... دا راته بد نه ښکاري ځکه دنيا ناروغه ده،تر اوسه زمونږ د شرکت مشره او زما د خپلوانو نه هم ده،ما ورته وويل:که ځواب نشې راکولې،زه پرې نه خفه کېږم،خو په زړه کې مې يوه غوټه ده،شهرېار ددنيا سره دومره مينه کوله،خپله ټوله هستي يې ددې په نوم کړه،ولې دنيا ددې سره واده نه کاو،ددې دانکار سوب څه و؟شيرين يوه اوږده ساه راښکله او شيبه غلې وه،بيا يې پوښتنه را غبرګه کړه،ته څه فکر کوې چې ولې هغې فيصله نشوه کولې؟اوس زه راګېره شومه زليخا زما کوربه وه،ما سره يې ډېره مرسته کړې وه،سليمان د هغې خاوند و،ځان راته ډېر سپک ښکارېدو چې د يو مړ کس په هکله څه ووايم،شيرين زما مخ ته کتل،ما ورته وويل:زه داسې انګېرمه چې ددنيا د بل چا سره مينه وه،دشيرين په تندي ګونځې پيدا شوې،هو ما هم داسې ګڼله او تر ډېرې مودې مې همدغه نظر و چې هغه بل کس واده دى،دخپلې ميرمنې سره ښه خشحاله ژوند کوي او دنيا ليونۍ شوې ده،چې په داسې لاره مزل کوي چې منزل ته نه ځي،دشيرين غږ لوړ شو،يو څه په قهر وه،زما په شان ځينو خلکو په دې دفتر کې هم داسې ګڼله خو داصل کيسې نه هېڅوک خبر نه دى،دشيرين غږ ورو شو داسې لکه چې سلګۍ وهي زه دهغې کرسۍ ته نږدې شومه،اصل کيسه څه ده؟ما هڅه وکړه چې په خپل اواز کې تلوسه څرګنده نه کړمه،شيرين بيا غلې وه،اوس يې په سترګو کې رڼا هم نه ښکارېده،بيا داسې لکه چې ځان سره لګيا وي،په وينا شوه هم هغه واده شوى شړى چې دائې له ځانه سره ګرځول....... په سياسي جلسو کې به يې د لاسه نيولې وه،په دې مين و،دا يې هېڅ نه پريښوده چې د خپل ژوند فيصله وکړي،دا به دفتر ته هم راتله نو ورپسې به يې لس وارې ټيلي فون کاو.دنيا سيکرټره مالتې چې وروسته بيا زما دفتر را بدل شو دهر څه نه خبره وه،دنيا څو وارې مالتې ته ويلې و چې که د سليمان ټيلي فون راشي نو ورته ووايه دا په غړنډه کې ده،شهريار ددې نه خبر نه و.
هغه هم لکه دنورو په شان داسې فکر کاوچې دنيا د....... شيرين نږدې وه چې زليخا نوم اخيستې واى خو الفاظ يې دژبې لاندې ونيول يو څو شيبې يې فکر کاو چې څه ډول خبر وکړي،بيا يې ډير په احتياط وويل:دنيا اوس چې څرنګه ده،پخوا داسې نه وه..... دهر چا په خبره به يې باور کاو،هر څه به يې رښتيا ګڼل لکه د يوې ما شومې وه،ما شيرين نه پو ښتنه وکړه ته دنيا دنږدې نه پېژنې........آيا دى د شهريار سره مينه لرله که نه يواځې په کالو او جامو مئينه وه؟ شيرين سمدلاسه وويل:ټولو خلکو داسې فکر کاو چې دنيا زرپرسته ده،شهريار مال خوري او واده ورسره نه کوي....... خو داسې نه وه،شهريارسره چې دنيا څومره مينه کوله .......ښائې په خپله د شهريار هم نه وه،زه يو وارې د فانوس دځينو کارونو لپاره دشهريار کورته ولاړمه،دى تر هغې وخت دخپل پلار جوړ شوى کور چې اوس په کې دنيا اوسېږي نه و تللى،دا کوردسمندر په غاړه جوړ دى،هلته مې ددنيا موټر ولېدو،دا دچوټۍ ورځ وه،خدمتګار راته وويل:شهريار د منډې لپاره بهر ساحل ته وتلى و،دنيا له ما لږ وړاندې راسره رسېدلې وه،او کله چې دهغې پوښتنه مې وکړه نو خدمتګار د شا برنډې ته بوتلمه....... هلته خبره يې چې دنيا څه کو.......په خپلو لاسونو يې دشهريار خېرن کالي ونيځل،زما په لېدو يې راته وويل:هغه بله ورځ د شهريار په سپين کميس مې غوړه داغ ولېدو.بس اوس مې فيصله کړېده چې ددې کميسو نه به په خپله وينځمه،شيرين په مېز ايښې کاغذي رومال ته لاس کړ نو زما ورته پام شو،د هغې سترګې لمدې وې،ما شيرين نه بښنه وغوښته او ورته مې وويل:نور دې نه په عذابوم،بس دا راته ووايه چې دشهريار په مړينې کې د چا لاس و؟د شيرين تندى بيا ګونځې شو،خو وويل:د هيچا لاس نه و،بس دا د قسمت خبرې دې شهريار او دنيا د واده فيصله کړې وه،خو د هر چا يې پټه ساتلې وه،شهريار غوښتل چې د هغه نوى کور ددنيا په نوم شي.
د مورپلار هر څه يې دې ته سپارل،په فانوس کې يې هم ددنيا لپاره ونډه وه،په کومه ورځ چې په ټولو کاغذونو دستخطونه وشول،زه هلته موجوده اومه له بده مرغه د شهريار وکيل ايډورډ د سليمان هم ملګرى و،او نه پو هېږم چې څرنګه او کله يې سليمان خبر کړى و.
د شهريار د مړينې په ورځ سليمان هم ددنيا کورته تللى و،او داسې ښائې چې دنيا نه ئې دهغې دژوند د فيصلو په هکله پوښتنې شوي دې،ددنيا په کور کې ټولو پخوانيو نوکرانو د خبره کوله چې په هغه ورځ سليمان ډېر په قهر و،او دنيا څو وارې په ژړا له کوره راوتلې وه،خو سليمان به بېرته دننه بوتله،يوه خبره چې ددنيا زړې آيا راته وکړه دا وه چې سليمان ورته څو وارې وويل:چې ته زما نه بغېر هيڅ هم نه يې.......... شيرين څو شيبې غلې وه،بيا يې وويل:سليمان په هغه ورځ ددنيا سره ډېره بده وضع کوله،او کله چې په قهر له هغه ځايه ولاړو نو دنيا تر ماښامه په برانډه کې ناسته وه،ژړل ئې داسې ښائې چې په هغه ماښام شهريار چې ددنيا حالت ولېدو نو ډير خواشينى شو،ځګه خدمتګارانو نيم ساعت وروسته دى ډير په قهر او په غضب د موټر په لورې روان ولېدو،او موټر دومره په سرعت له کوره ووتلو چې دديوال يوه تېږه يې هم ما ته کړه،دشيرين ستوتى بيا غريو ونيولو خو خبره يې جاري وساتله،دکور نه تلونکى سرک په لومړي ګوټ پېر د شهريار د موټر دغورځېدو غږ دومره لوړ و چې په کور کې دننه ناستې دنيا هم واورېدو،هغه لکه د لېو نو يبلې پښې په منډو وه،خدمتګارانو ډېر په ګرانه دا را ايساره کړه،ګني هغې هم ځان له دې غونډۍ ښکته اچولو،د شيرين له سترګو اوښکې بيا رواني وې،دهغې غم دومره ژور و ما هيڅ اندازه نه شوه لګولې،تر ډېره وخته مونږ دواړه غلي ناست و،هغې چې ښه وژړل نو سترګې يې په کاغذي رومال پاکې کړې پوزه يې سره وه اوما سره يې سترګې نشوې لګولې خپله کرسۍ يې دکمپيوټر مېز ته نږدى کړه او بې مقصده يې ګوتې په کار اخته شوې.
زه پوهېدمه چې شيرين به له ما سره بهر دفتر ته نه راوځي،ما ته هم هلته خپل وجود بې ځايه ښکاره شو،ورو غوندې راپاڅېدمه او شيرين ته مې خداى په امان وويل،دهغې مخ هم هاغسې د کمپيوتر په لورې و،خو زما د خداى په امانى ځواب يې راکړو.
زه دفانوس دفتر نه بهر راوتلمه،دلمر وړانګو زما د سترګو نظر کم کړو،بې اختياره مې لاس خپل بيک ته کړو،دلمر تورې عينکې مې را وويستلې په سترګو مې کړې او دخپل موټر په لټه کې شومه.ه راغلمه د ما ښام سره ميلمانه هم يو يو را ښکاره شول.

۱۳۸۸ تیر ۲۳, سه‌شنبه

شعر

د مینې ټال

محمد داود شهید


مــا د یــا ر خـــوا ږه یــا د ونــه ځـنـــګـوي نن مـې بیا څه تیر وختـونه ځنـګـوي
مستقـبل ته انـتــظـار یــم څـــه بـه کــیــــږي او س خـو د یـار غـمـونه ځـنګـــوي
تورو شپو کې دي او ږد ولار و ته ګــو رم انتـظار مــې امــیـدونـــه ځنـــګــوي
لاس تر زني ټوله شپه تـر سبـا نــاســت یــم مـا یـو ازي ستــا خـیالـونه ځنګوي
عـاقــبـت بــه ارمـانـجــن لـه دنـیـا لاړ شـــم دا تر څو به مي چورتونه ځـنګــوي
ډیري شپې مې ستا په یاد ویښې کړي تیري شپه اوورځ مې شوګیرونه ځنګـوي
خــوشـهـالـي د رقـــیـبـانـو په نصـیـب شــوه ما شــهیـد د غــم خـوبـونـه ځنـګـوي

۱۳۸۸ تیر ۲۲, دوشنبه

نجیب الله ساحل

نجیب الله ساحل : دباباجی دسیمی اوسیدونکی یم چی فعلا می یو کور په دنادعالی ولسوالی دچاه انجیرپه سیمه کی دی او یو کورمی په لښکرګاه کی دی په شپږکلنی می دچاه انجیر به عالی لیسه کی زده کړی شروع کړی تر اومه صنفه می هم هلته ذدکړی کړی دې بیا دبی امنیتی له کبله می خپلی ذدکړی دلښکرګاه په منځنی ښونځی کی پیل کړی اواوس دشپاړس کلنی په عمرکی په هلمند رادیو تلویزیون کی دراپور تر په صفت کار کوم چی ددی ترڅنګ دلښکرګاه دشهید انجینر عبدالمتین دعالی لیسی په یولسم ټولګی کی ذده کړی کوم له وړکوالی می په رادیوکی دکارکولوسره اودشعر لیکلو سره مینه درلوده چی دادواړه ارمانونه می خدای ج راپوره کړل شعرونه می هم لږاوډیر لیکلی چی دشعروله جملی څخه یوداشعردی
خدایــه ته مووطن جـــوړکړی
پرغلیم باندی وران کــورکړی
چی یتـیــم یی ماشـومــان د دی وطـن کړه
داسی ته ځنی محرومه پلاراومـــورکړی
چی نه درس شته نه نه تعلیم افغان بچوته
تی په زړوکی درحمت باران ورخپورکړی
زه سا حـل دغه دعــا دخـــدایه غــواړم
دا وطـن راته خـوبیـایوارسـمـسورکـړی

۱۳۸۸ تیر ۲۱, یکشنبه

وطنوال

ا فغانستان زموږکوردي موږبايدخپل کو رپه ګډه ابادکړو
په افغانستان کي زيات تاريخي کلاوي شته لومړي کلا
دافغانستان هيوادپه هلمندولايت کي ده چي هغه دبست کلاده